روان کال په ایران ۳۰ افغانان اعدام شوي

روان کال په ایران ۳۰ افغانان اعدام شوي


  • 3 ورځي دمخه (03/06/2025)
  • سمسور نیوز
  • 113

د ۲۰۲۵ میلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه په ایران کې ۳۰ افغانان اعدام شوي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان هه‌نګاو په یوه راپور کې ويلي چې یوازې د روان کال په مې میاشت کې اووه افغانان د دغه هېواد په زندانونو کې اعدام شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې دا کسان د مخدره موادو په ګډون د بېلابېلو جرمونو په تور بندیان او په اعدام محکوم شوي دي.

د یادونې وړ ده چې هر کال په لسګونو افغانان په ایران کې په بېلابېلو تورونو اعدامېږي.

د سرپرست حکومت چارواکو په وار، وار له ایران غوښتنه کړې چې په دې هېواد کې دې پر اعدام له محکومو افغان بندیانو سره نرمي وکړي.