هند: پاکستان سره د اوبو تړون بیاځلي نه فعالوو

هند: پاکستان سره د اوبو تړون بیاځلي نه فعالوو


  • 23 ساعته دمخه (21/06/2025)
  • سمسور نيوز
  • 113

د هند‌ د کورنيو چارو وزير اميت شاه ويلي، چمتو ندي چې اسلام اباد سره د سند اوبو تړون بېرته له سره پيل کړي.

سرچينې ويلي، هغه اوبه چې پاکستان ته ځي، هند به د خپل هېواد په خړوبولو کې ترې ګټه واخلي.

دغه تړون په ۱۹۶۰ زيږديز کال کې شوی وو چې د هند اوبه د درې سیندونو له لارې پاکستان ته بهېدلې او د دغه هېواد نږدې ۸۰ سلنه ځمکې يې اوبه کولې.

اميت شاه ټايمز اف اينډيا ورځپاڼې ته ويلي، «هېڅکله به دا تړون فعال نشي».

نوموړي ويلي، د سند اوبه به د يو کانال له لارې راجستان ایالت ته ولېږدول شي او پاکستان به له هغه اوبو بې برخو کړو چې ناحقه يې ترلاسه کولې.

د يادونې ده چې هند‌ دغه تړون کشمیر کې پر سېلانيانو د بريد له امله له منځه يوړ.