خبرونه

پاکستان؛ تېره يوه مياشت کې ۵۲ پاکستاني‌ پوځيان وژل شوي او ۴۷ ژوبل دي

د پاکستان هېواد د شخړو او امنيتي څېړنو مرکز په يوه راپور کې ويلي دي چې تېره می میاشت کې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۸۵ بريدونه شوي چې پکې ۵۲ سرتيري وژل شوي او ۴۷ نور ژوبل دي.   سرچينې ويلي، د می مياشتې بريدونه د اپريل مياشتې په پرتله پنځه...

یونېسف: په افغانستان کې څلور میلیونه ماشومان له زده‌کړو محروم دي

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق ( یونېسف) وايي، په افغانستان کې شااوخوا څلور میلیونه ماشومان له زده‌‌کړو محروم دي.  یونېسف د یوه راپور په خپرولو سره د ښوونکو کمښت او د ښوونځیو معیاري ودانیو نشتون، پاکې اوبه او د اړینو روغتیاي...

د روسيې او اوکراین مذاکرات؛ نن یې دويم پړاو پیلیږي

ټاکل شوې ده چې نن دوشنبه د ترکيې استانبول ښار کې د روسيې او اوکراین دويم پړاو مذاکرات پيل شي. دا د روسيې او اوکراین د‌ جګړې راهيسې د مستقیمو خبرو دويم پړاو دی او د دې خبرو لومړی پړاو بیا تېره میاشت همدې استانبول کې ترسره شو، خو کومه پايله يې ور...

اوکراین د روسیې پر څلورو هوايي ډګرونو بریدونه کړي

د مسکو او کیف ترمنځ د مستقیمو خبرو د دویم پړاو پیلېدو په درشل کې، اوکراین د روسیې پر څلورو پوځي هوايي ډګرونو بریدونه کړي دي. د اوکرایني چارواکو په وینا، په دې بریدونو کې چې د بې پیلوټه الوتکو په وسیله ترسره شوي، له ۴۰ څخه زیاتې روسي جنګي الوتکې په ن...

امريکا؛ د اسرايلو يرغلمو د خلاصون پر ملاتړي لاريون بريد کې شپږ تنه وژل شوي

د امريکا په کولوراډو ايالت کې يو تن پر هغه لاريون بريد کړی چې د اسرايلي برغمل شويو د خلاصون په موخه ترسره کېده. بريد د يو ۴۵ کلن سړي له لوري شوی چې پکې شپږ تنه ټپيان شوي دي. د راپورنو له‌ مخې، بريدګر د «فلسطين ته ازادي» شعار ورکولو...

الکساندر: هغه کډوال چې پناه غوښتنې يې رد شوي، بايد درېیم هېواد ته واستول شي

د جرمني د کورنيو چارو وزير الکساندر دوبرنيت غوښتنه کړې چې هغه‌ کډوال دې درېيمو هېوادونو ته واستول شي، چې پناه غوښتنې يې رد شوي، خو خپلو اصلي هېوادونو ته نه شي ستنېدلی. د رويټرز د راپور له مخې، الکساندر دغه راز له اروپايي ټولنې غوښتې چې په‌...

روسیې افغانستان ته د سفیر منلو رسمي یادښت وسپاره

د بهرنیو چارو وزارت وايي، روسیې د مسکو لپاره د افغانستان د نوماند سفیر د منلو رسمي یادښت سرپرست حکومت ته سپارلی دی. د دغه وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي نن یکشنبه (د غبرګولي ۱۱مه) په کابل کې د روسی...

د اوکراين او روسيې د جګړو دوام؛ اوکراين د روسيې اټومي بم وړونکې الوتکې په نښه کړي

 د راپورنو له مخې، اوکراين د روسيې اوږد واټن ويشتونکي اټومي بم لېږدوونکي الوتکې په نښه کړي دي. رويټرز ليکلي، دغه بريد د جګړي له اصلي کرښو نږدې ۴ زره او ۳۰۰ کيلو متره لرې سايبريا کې شوی دی. اوکراين دغه بريد کې د روسيې په بيلايا هوايي اډه کې "Tu...

ملګري ملتونه: ۹۷ سلنه افغانان د برېښنا له کمښت سره مخ دي

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (UNDP) وایي، په افغانستان کې۹۷ سلنه افغانان د برېښنا له کمښت سره مخ دي.  دغه پروګرام پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د لمریزې برېښنا تولید انرژۍ ته د یو څه لاسرسي هیله‌مندي پیاوړې کوي. د ملګرو م...

تېرو نږدې څلورو کلونو کې له ۵ میلیونه زیات افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو راهیسې، ۵ میلیونه ۹۷ زره ۳۷۳ افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي. د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، یوازې په تېرو دوو میاشتو کې ۲...