د پاکستان هېواد د شخړو او امنيتي څېړنو مرکز په يوه راپور کې ويلي دي چې تېره می میاشت کې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۸۵ بريدونه شوي چې پکې ۵۲ سرتيري وژل شوي او ۴۷ نور ژوبل دي.
سرچينې ويلي، د می مياشتې بريدونه د اپريل مياشتې په پرتله پنځه سلنه ډېر شوي دي.
د راپور له مخې، د يادو بريدونو ډېری يې پښتونخوا او بلوچستان ايالتونو کې شوي دي.
پاکستان کې ډېری بریدونه بلوچ ازادي غوښتونکي او د پاکستاني طالبانو تحریک له لوري کيږي.
د يادونې وړ ده چې په دغو بريدونو کې ۴۶ ملکي وګړي هم ژوبل شوي دي.