ارواښاد حميد مومند شعرونه

ارواښاد حميد مومند شعرونه

د پیښور سهیل-لویدیځ لورته  وبډه بیری ته نږدې د ماشو خیلو په نوم یو وړوکی کلی پروت دی ، چې ورته د مشهور موشکاف شاعر عبدالحمید ماشو خیل  سربڼي مومند د زو کړې، استوګنې او د ښخیدو فخر ور په نصیب شویدی.دومره جوته شوی چې ده د د لسمی پیړۍ په ورستیو کې ژوند کاوه د اویا کلو په حدودو کییی عمر  کړی  دی، یعنی د رحمان با با همعصره ګنل کیدای شي.

په پښتو ، فارسی او عربی ښه پوهیده، دی چا د پښتو سعدی ،چا دپښتو بیدل او چا د پښتو فردوسی او نظامی ګڼلی او ځینو بیا ورته د موشکاف لقب ورکړی او دیوان یی ورته دُر او مرجان ګڼلی دی

ماشو خیل په پښتو کې د هندی ادبی سبک علمبردار او استاد ګڼل کیږي

تر اوسه دده دری قلمی اثار موندل شوی:

۱.دیوان (دُر او مرجان) چی ۲۷۴ غزلی،یو مخمس ،یو مسدس،دوه څلوریځې چې ټول ۲۶۰۱ شعره پکی دي او څلور پلا چاپ شوی دی..

۲.د شاه او ګدا قصه چې هلالی لیکلی او حمید په پښتو مثنوی ترجمه کړی ده.او ښاغلې همیش خلیل چاپ کړی ده.

۳.د مولا نا غنیمت د نیرنګ عشق    چی حمید بابایی دپښتو منظومه ترجمه کړې ده.

له ټول او لوی دین سره سره چی حمید بابا یی پر افغانی ادب لري مبارک قبر یی په داسی حالت ویجاړ پروت دی چې د سړی زړه پری سوځي او د با احساسه افغانانو پاملرنې ته سترګې په لاره دی.( د دیوان پر څلورم چاپ د ښاغلي سید انورالحق جیلانيد سریزی نه )