2020-09-21
محــــــبت کــــــړم دخــــوبانــواوښ پــه نته
د هــــــر چــــــا د ظلم بار وړم بـــــــې منـــــــته
د ښکاري په دودجــــاروځم تــــــرهـــر بوټي
درسته ورځ د یــــــــوه ښـــــــــــکار له محبته
پروت په وینو کې لت پت ښه یم په پت کې
نه دســــروزروپـــــــه تـخـــــت باندې بې پته
د کمــــال کعــــبه بـــــــه هـــله شي در پـــیښه
کـــــــــه دلار دکمـــــینـــــی نـــــه کـــــړه غلطه
طلبوه ســــرفــــــرازي پّــــه ســـرکـــوزۍ کې
را کــــــــوزیــــــږي پـــــه هډوکي هما ښکته
چې د عشق د سپـــکاوی درنښت مې ولید
بـــــی پــــرواشــــــوم د نـــــاصح لـــه ملامته
هــــــغه تــــشې شړومبې شاربي سروري کا
چې ښادي غـــــــواړي بــــــې غمه بی محنته
که هر څو یی پــــــه ر ضـــــااوپـه صلاح وي
ویـــــــره بـــــــویـــــه د رقیـــــب لــــه شیطنته
کـــــه د ښکـــــــلو ددرګـــــاه ګــــدایی مومم
هی تــــــوبــــــــه د محمد شـــــاه لــه سلطنته
چـــــــې مـــــې خټــې فرښتو په لاس اخښلي
لا هـــــالـــــه مـــې بوی دعشق تلو له طینته
څو د پښې دتورتـــــــارونــــــه وی نیــــــولي
بـــــــاز بــــــه لاس لـــــــره درنــــه شي قراغته
چې نا صح په ترک د عشق څـــــه درته وایی
و دوزخ تــــــــه دی وبــــــاســـــي لــــــه جنته
د آشنا د محبت پــــــه لــــــوی سفــــــر کـــې
د حمــــــــید د تـــــــندي پیـــــټی یی صورته