غزل

2020-09-21

ډیـــــرمـــــې مــــــه اړوه په توراو سپین صنمه

چــــــې خــوني به په خپل ځان شم ستا له غمه

چې چیچلی دې دعشـــــق بـــــی دمــــه مـار یم

خـــــــود بــــــه دم راڅـــــخه  وګــــاږی تـــردمـه

چـــــې کـــــاتـــــه راته په څنګ کاږه کاږه کړې

لا مـــــــې نـــــــه دی ستا په مینه کې چار سمه

ډیرو اوښــکو مې صورت له برمه پریووست

زر بـــــه پـــــریــــوځـــي دادیـــوال له دغه زیمه

له ستـــــــمه دی کَـــــــرم هســــــې جــــلوه کړي

لــــــــه بـــــریـــــښي آب حیـــــات لـــه توره تمه

د نــــــا صــــح مهـــــــر، کــــرم دی صــدقه شي

ستــــــــا د عشــــــــق لـــــه هـــره جوره تر ستمه

ستا دې کجو  زلفو هسې خــــــــلق حیران کړه

چـــــې یـــــــوســــف یــــی جــلوه کا له هره خمه

د حمید ســـــوزنــــــده شعر وســـــــوم وســـوم

دا آواز کـــــــــانــــــــدي ربــــاب له زیر او بمه