غزل

2020-09-21

غره مه شه که په پښو دی نا خوال پریووت

د سیلاب له پایبوسیه دیوال پریووت

په هجران کې  به مې تیر    له حلقه نه شي

که و خولې وته مې ګوټ د زلال پریووت

محبت نه   وو یو   تندر    آسماني    وو

چې نا ګاه زما په سر او په مال پریووت

نا خبر   خلق  یی ولې   شفق       بولي ؟

دا زما د زړه له زخمه     دسمال پریووت

مه شه   وکتی    پُر    پیچ     زلفې د ترکو

چې په هر تار یی وزړه ته جنجال پریووت

چې ښکاره   زما  د زړه   تابنده      لمر شو

د سپوږمۍ له لاسه هلته مشال پریووت

شوم فلک  د روټۍ مورګه هله ورکړي

چې له لاسه ما ت کچکول د هلال پریووت

دا مې   بریوته    پیښه   دزړه    له     داغه

که له لاسه د لمر مخی مشال پریووت

چې زما ددرویزې په کچکول ځیر شې

د حاتم په زړه یی سهم د سوال پریووت

خپه   کړی    دی    هرګوره    د یار    هجر

ځکه غږ د حمید نه شي ملال پریووت