غزل

2020-09-21

بــــيـــګــــاه مي ستا په غـــــــم کي يار ډير ژړلـــي دي

د غـــــم څپـــــيړ ي   مي پـــــه  مخ  با ندي  خــولي دي

 پــــــــــه لاره تيـــــــر شـوم ګنــــهګار شوم               ګــــــــــــډ پـــــــــــه ګـــــــــلزار شـــــــومـــــه 

باغوان مي سترګي ړندوي چـي تا ګلو ته کتلي دي

***

اوربل دي جوړ پــــه پسرلـي کــه نــــــأ                 ښـــــه  دي  ډولــــــــــــــي کـــــه  نـــــــــأ

دالول  زلفي دي  چا  په  مخ  او بـــــــــــد لـــــــي دي

***

عمر مي ټول په غـــــــم کــــــي تيــر شـــو            ښـــــا  دي  مـــــــــــــي هيــــــــــر  شـــو

نن خوشالي ده چي جانان راته خــــــــنــــــــدلی دي 

***

لکه توتي په اورستي درتـــه کــړيـــږمــــه        چــــــي نورانې مخ ته دي ګورم نه مړيږمه                      

ستا قدمونه مي په سر بـــــــــانـــــــدي منـلــي دي 

***

زړه مي د يار غمو پارکه پسي رنځــــــــــــوريمه        روغ خوبه نه شمه يارنو په زړه ناسور يمه

 طبيب  مي کله  دزړګي  پردي ګـــــــــــــنډ لي  دي

***

په دي نيمګړي دنــــــــــــيا څـــــــه لــــري باور        تــــوښــــه دي واخله چي په مخ لري سفر

ځان خودي ژاړه محمد نوره ټول يارن دي تلي دي