غزل

2020-09-21

 

جام دساقي په الس کي ورکــــــــــه زمــــــــا يــاره

ماله شربت د ميــــــــو راوړه لــــــــــــــــه بـــــــازاره

***

شراب دي راکړه ما پي ځان کړ خپل بي هـــــوشه

په هيڅ شي خبر نه وم ځکه ګر ځمه خـــامـــو شـه

د غــــــــــم پــــــــيالي دي راتــــــه ونيـــــوي د واره

***

ستا دشرابو په دوستي کي مي رنګ زيــــړ شــو

ارمانمي دادي دځواني دور مـــــــــي تيـــــــر شـو

هستي نيستي راته حاصل شــــــــوه لــــه ديـد اره

***

ستاد دشرابو په دوستي کي شوم بي هـــــوشــــه

ارواح مي تاپسي ده تــــــــلي يـــــــم خـــامــــوشـه

ځــــــــان پــــــــر هيـــــز ګـــــار که دعاشقوله ازاره

***

ښارونــــــــه ډيــــــــــــــــر دي پيښور ښار ګلستانه

ښکته لندن دي منــځ کي پروت دي هندوستانه

پيـــــــدا بــــــــه نکړي کابل جان غوندي بل ښاره

***

جام د شـــــــرابــــــــو رالــــــــه راکه په مستۍ کي

ترو تازه شوم دخوبـــــــــانـــــــو پـــــه دوستي کي

چنګ اوباب راته غـــــــــږيـــــــــږي تـــــــــر سهاره

*** 

ستا دشرابو په مستۍ کي رنـــــــــګ تــــــور شو

خايږ وجـــــــــانــــــانـــــــه دزړګي زورمي زور شو

له خـــــــــمارو سترګـــو دي زار شمـــــــــه زر واره

***

زه محمد نور په طــــــــريقــــــه کـــــي د څشتي يم

دکلمي له بــــــــــرکتــــــــــــــــه پـــــــه مستـــــۍ يم

له قدمونونه دي ځــــــــــارشــــــــم بــــــــــــزرګواره