د افغان په نامه

2020-09-21

اغيار داغونه لګوې مې د جانان  پــــــــه نــــــــــامــه
په لپو لپو زهر ويشې د درمــــــــان پـــــــه نــــــــامه
د زړه په للمه مې وريږې تود د اوښکو بـــــــــــــاران
پرې ټو کيدلې دې دردونه د ريحان پــــــــه نـــــــامه
د يوې شيبې له مخې زړه نه مــــــــې وتــــــــلی نه يې
درته سوګند کوم جـــــــــانـــــــانــــــــــه د قرآن په نامه
دغه بې وياړه خلک نه دې د ويـــــاړونــــــــو لايــــــــق
ورته د ځان وياړ ور کومه د افــــــــــغان پـــــــه نــامه
دغه د بل د آغيز لاندې د وخــــــتونـــــــــــو بـــــــــچې
افغانستان نوم اړوې د خــــــراســــــــــان پــــه نــــامـه
ددوي اندونه او خيالونه ټوله ګنـــــــاه او  دوزخ دي
دلته راغلي شيطانان دي د انسان پــــــــه نـــامــــــــــه
جذبې د مينې مې لا تاندې دې څه مړاوې نــــــه دې
د وخت نمروده ازمويه مې د ايمــــــــان پـــــــه نــا مه
خدايه څاروان ورته پيدا کړې دغې لوټ کاروان ته
د کاروان مخې ته روان غله د څـــــــــــــاروان په نامه
د مينې جنګ نه وروسته پاتـــــــې راته دغه نخښې
يو څو تـــــارونـــــــه بــس لــــــرمــه د ګريوان په نامه
چـــــې د پښتو بـــــــــــڼ کې کرې نوې شعرې ګلونه
( لونګ ) لرې يو خوږ ملګری د (!) کاروان په نامه
٢٠٠٥ /٤ / ١٧  زيوريخ
(!) پير محمد کاروان د پښتو ژبې بې جوړې شاعر