نن مې بيا لکه حسن په زړه شمر مې وژني
ازغي مې نه وژني د ګل په څير دلبر مې وژني
دا يې د کومې ادا پور دی خدايه نه خلاصيږي
ماښام مې وژني په تياره په سپين سهر مې وژني
په کو ر يې ووروې خدايه د غمونو باران
زموږ د خوارانوخوشحالي که څوکه اختر مې وژني
په زړه نری لکه پرده يم جانه تاب نلرم
ستا د مکيز مکيز کاته مکيز نظر مې وژني
ستا د بيلتون دوزخ خو ياره يم پخوا وژلی
تاند مې چې وژني ستا د سرو شونډو کوثر مې وژني
زه به هم ده ته ترې نه جوړ کړم د الماسو اميل
د يار غمونه تندرونه لکه غر مې وژني
چې نه قاتل او نه مجرم ثابت شي نورو لره
داسي په ناز او په ادا او په هنر مې وژني
د جانان تند نظر د باز خلاصيدی ترې نشم
خپلو پنجو کې لکه زرک لکه کوتر مې وژني
د يوې پيغلې ﻻس ته بيا يمه ورغلی ( لونګ )
تور لونګين له ما جوړی پخپل ټټر مې وژني
٢٠٠٥ / ٣/ ٢٧ زيوريخ