غزل

2020-09-21

ستا دژوند کاروان سره چې مله نه شوم
سرنه شوم ،سندره او ټپه نه شوم

وېنې وېنې ټنډه په سجدو مې کړه
خدايه پاکه بيا هم پرښته نه شوم

ناسته يم له کور څخه راوزم نه
ځکه پښتنو ته پښتنه نه شوم

خاورې شوم غوښتل مې د هرچا د پښو
زرنه شوم  ، غمى او دُرد انه نه شوم

خوب کې مې ليدل چې دوزخي يمه
نن شپه ستا په خيا ل کې چې وېده نه شوم

ماويل ته مې توردسترګونه ګڼې
ځکه درنجو غوندې مېده نه شوم

نوم مې د ادب  تراسمان لاړونه
لاړم خو (ډېوه)او (بلينډه) نه شوم

او څڅېدم د بلبل ستوني نه
داسې يوه پرکېفه ترانه نه شوم

اومې کاره ځا ن په ډېرو زړونو کې
حيف په يوه زړکې هم راشنه نه شوم

وشولې مودې تا پسې وتې يم
اوس پورې ځان ته راستنه نه شوم

څومره مې په يووارورته وکتل
وه خدايه داڅرنګه ړنده نه شوم ؟

تاو مې دخپل حُسن دلمر کم وډېر
ستا لپاره ټکنده غرمه نه شوم

وسوم پکتيانۍ دحسرت لمروسوم
ستا دښکلا سيوري ته دمه نه شوم