غزل

2020-09-21

له درده ځنې ډک او د درمان غـــــونــــدې سړی
خوښيږي مې دنيا کې د انسان غوندې ســــړی


چې کلک وي له فولادو او تکـــــيه وي ل-ـکه غر
مزه کړي د اوبو په شان روان غـــــوندې ســـړی

په ښکليو کې ترې ښکلی په ظلم کې ظالم ترې
پيدا مې بيخي نکړ د جانان غـــــــونـــــدې سړی


چې زه او مينه دواړه ورته ګــــــــران يـو لکه ژوند
الله ته داسې راکـــــــــړې مهـربان غوندې سړی

غذب يې لــــــــکه تنــــــدر او ژړا لـــــــــکه باران
جوړيږي کله کله د آسمــــان غــــــونـــدې سړی

روانې دي د شعر ترې چيــنې ويـــــالې ويــــالې
پيدا به بل يو نه شي د ( کاروان ) غوندې ســړی

دنيا او اخرت به دې پرې جوړ شي پکتـــــــيانـــۍ
په زړه کې دې که ځای کړ د ايمان غوندې سړی.

دنيا د ځان ځانــــي ښــــــامــــار خوړلې پکتيانۍ
هيچا هم پيدا نکړلو د ځان غــــــونــــــدې سړی.

پېښور حيات آباد، ٢٤ جولايي ٢٠٠٩