غزل

2020-09-21

خيال کې ستا د مخ له تماشې نه وتې نــــــــــشمه
څرنګه دې رام کړم له اودې نه وتې نــــــــــــــــشمه

ته خو مې ظالمه کله کله حال احوال پوښــــــــــــــته
زه خو يم مجبوره  دروازې نه  وتې نـــــــــــــــــــشمه

غرونه  غرونه خاورې دي د جبر زه ترې لانـــــــــدې يم
ځکه د ارمان له مقبرې نه وتې نـــــــــــــه شمـــــــــه

زه د يوه داسې مينه ناک انســـــــــــــــان پـــــه لټه يم
چې زه يې تمام عمر حافظې نه وتې نــــــــــــــــشمه

خدايه ته مې بلې زمانې ته  ترېنه پـــــــــــــــورې کړې
خپله خو له  خپلې زمانې نه وتـــــــــــــــــــې نه شمه

زه لکه معصوم ماشوم په سرو لمبو کـــــــــــې ګېر يمه
خوار افغانستان يم له جګړې نه وتـــــــــــــــې نه شمه

خدايه ته مې داسې د جانان زړه کې راشنــه کړې چې
ټول عمر له دغې  ايينې نه  وتې نه شـــــــــــــــــــمه

اوځمه  له ځانه له جهـــــــــــانـــــــــــــه  لرې لاړه شم
ګرانه ستــــــا د خيـــــــــــال له دايرې نه وتې نه شمه.