2020-09-21
دا مې د منډیلا د ژوند لیک تر اغېزې لاندې لیکلی دی
زه له موره زېږېدلی وم بدرنګ وم
شپه او ورځ به له قسمت سره په جنګ وم
زه به خلکو بد نصیبه یادولم
له تا څه پټه، له ژونده بیخي تنګ وم
ما احساس کاوه په مور او پلار ګران نه یم
که هر څو یې د خوږې مینې تر څنګ وم
چې اړتیا نه وه له لوبې یې شړلم
د همزولو د زنځیر کړۍ وم زنګ وم
زه له خدایه ناراضي ومه خپه وم
د زمان غوښتنه ورځ وه او زه شپه وم
ما احساس کاوه د ګلو منځ کې خار یم
اضافه یمه د کور په اوږو بار یم
وخت په ورور ، ورور تېرېده را لوییدمه
بس په خپل محرومیت نور هم پوهېدمه
ماسکه ویل هر څوک زما په اړه ګډ دي
که به چېرې درېدم یا تېرېدمه
نارینتوب مې مایوسۍ راځینې واخیست
داسې وخت نه و چې نه به ژړیدمه
کله، کله مې خوب لید چې ښایسته یم
په جامو کې له خوښۍ نه ځاېیدمه
خو په ويښه بیرته هغسې بدرنګ وم
نو له ځان او له زمان سره په جنګ وم
په دا څه که د چا ورور شوم د چا زوی شوم
د جهان له نا هیلیو سره لوی شوم
نه مې چېرې کوم یو ښکلی د ځان یار کړ
نه مې ذهن چېرې جوړ د عشق بازار کړ
نه مې سرې شونډې تر شونډو لاندې شولې
نه مې سترګو د چا خوږ شان انتظار کړ
نه مې لاسو کوم پاسته لاسونه لمس کړل
نه مې چېرې غځولی د عشق تار کړ
چې هر ښکلي ته مې زړه په لاس کې ورکړ
هغه ښکلي چېرته لرې راته وار کړ
نه مې چا کړلې په سترګو سترګې خښې
نه چا راکړلې د مینې خوږې نښې
د یارۍ او ملګرۍ تږی ډېر زیات وم
تنهایۍ وه، نور نو دې جګړه کې مات وم
نور په دې مې یقین راغی چې یار نه شوم
چاته لاره کې ملګری په کار نه شوم
نور مې اخیسته بلا له ټولو خلکو
نور له دې کاره هېڅکله وزګار نه شوم
نور د هر ګذار او هرې بلا مخ ته
لکه سپر به درېدمه کنار نه شوم
زه ددې لارې مخکښ شوم، څومره ښه شول
لکه نور روان د نورو په لار نه شوم
د وطن د ازادۍ لومړۍ اتل شوم
او د هرې ښایستې د اوربل ګل شوم
چې له سره شومه تیر ارزښت مې وموند
په هر زړه کې دایمي پایښت مې وموند
اوس د وخت د افتخار څلی یم دنګ یم
اوس هم مینه یم، نفرت سره په جنګ یم
اوس په نرمو شونډو ګرځم هغه نوم یم
اوس په سپینو سینو زانګمه لونګ یم
د همزولو د سرونو تاج مې بوله
اوس خو نه وایم، کړۍ یمه او زنګ یم
اوس مې ښکلي نوکرۍ باندې نازیږي
حقیقت دادی، هماغسې بدرنګ یم
نو
انسانان له پټه شوره خبر نه دي
له خدایي ورکړي زوره خبر نه دي
ځینې، ځینې پکې راشي هېر ترې رنګ شي
د زمان د افتخار څلی شی دنګ شي