پـــــه څـــــلور لارې کــــــــې ولاړ وم، هر ســـهـــــار مـــلګـريه
ګــــونــدې څــــوک راشي چې مزدور يې وي په کار ملګريه
هـــســـې هــم نــه ده چـــې ســــواد مــې نشته کار مـې نه زده
هر څۀ مې زده دي،خو نصيب مـــې دى ډېــرخــــوار ملګـريه
تــنــهــا د ګــېـــډې د دوزخ غــــم دى چــــې نـــه ډکـــــــېــږي
تـــنــهــا هــمـــدغـه رانـــه ورکـــه کــــړلــه لاره مـــــلــګــريــه
څـــو کـســان راشـــي، څــــو کسان مزدوران پورته کړي خو
ما تــــــــه ووايي چې همدا مې وو پــــه کــــار مـــلـــګـــريـــه
پـــه هــمــدې تــمــه لــس بـــجـــې شـــي د غـــرمې مهال شي
زه لا هـــمـــاغـــســـې ولاړ ومــــه وزګــــار مــــــلــګــــريـــــــه.