د هجران په خوب ویده وم له دونیا ومه بهر
نه چا کړمه حــساب په ژوند د ستا ومــه بهر
نه غیـږه د جانان وه نه مـړوند د خـوړې مور
له درده ډکه شـپه وه پـروت له اشنـا ومه بهر
یو جنـون له مانه ښه وه بې غرضه اوسـیدلو
لکه اوښکه چي روان شوم له ښکلا ومه بهـر
په رڼا نه وم ارامه توره شپـه راته سـکون وه
چي خوښ وم په جونګړه په ریښتیا ومه بهر
حنانزاده! نه مینه نه الفت شته په انسان کـي
نن مي زړه له ټـولـو تور دی په ولا ومـه بـهر