غزل

2020-09-21

ائ لویه خدایه که عایــبي یم ستا رضا ده

شکور وباسم ستا نعـمت ته او ستـا رڼا ده

ګیلې نه کم بـس همدې حالتـو یم خـوړلی
چي مـسلمان او بیا انسان یم ستـا وفا ده

زه به منزل وهـم د نیم بشـــر په درد کــي
توري شپې شي راته ورځي ستا روښنا ده

خسته شوې یم چي خلــګ پسخنـدي کړي
ورته یاد کړه چي و ویريږي سـتا عقــبا ده

له معـیوب بـند مي چـیغه د استـغفار ځي
حنانزاده یمه خوشحاله ربه ستــا دونیا ده