غزل

2020-09-21

چي شـوې روان د زړه ارمان راسره پریږده

زړه مي چووي خپل دردمان راسره پریږده
 
تا دي منزل موزې پــښو کـړې سفـري شوې
نو په تصــدیق دي بیا زمان راسـره پریږده
 
شته ګـلان چي بلبـــلان ورته پېښـــې کړي
زه دي ګـل یم ټـول مــیدان راسـره پریږده
 
ته مــرغه شـوې د ســـحرا په شـاړو بـوټـو
ســتاسو امـانت لـکـه لقــمان راسره پریږده
 
زه بـه تـل درتـه دوعا پــه تور ماښــام کړم
په نظـر کاته دي افغانــستان راسره پریږده
 
په تلو، راتـلو دي صـدقه ملــنګ ته سـپـارم
که ځې رخصت غواړې جهان راسره پریږده
 
زړه دي کلک که حــنانــزاده فـــکر به نــکړې
زه ستا یم ژوند ښکلی دوران راسره پریږده