غزل

2020-09-21

ماذدیګر راغلم انتـظار یم تـور ماښــامه پوري

جرګې مي ګونګي پاتـه شوي تـر امامه پـوري
 
هغه وعدې چي وې کره هغه شوي ماتي ولـي
بې وسه زړه مي ټېکه نکړي تر الهــامه پـوری
 
یم یخ نیولی توره شپه کي د ساحل په غاړه
نه مي پېـژاند شته نه ورځمه تر مکامه پوري
 
ارام مي نشته د زړګي شوم په نشو اموختـه
یا مي دبخت کیښتۍ چپه که تر انعامه پوري
 
سوزم په اور شومه لوګـی نه چا لمبـه ولیـده
ایـره، ایـره شومه په طـمعه تر پیغـامه پـوري
 
ستړي ستـومان حنانزاده نه خـوبـو کډي کړي
کـرار یې نشته ځان کرار بولـي تر جامه پوري