شپه اوږده وه تورو شـپو کـي هیسـار چـا کړم
دا د ژونــد سـتړو شیـبو کي هـوښـیار چا کړم
زه سـاده بــاده سـړی پـه دښــتـو لــوی شــوم
د خپل زړه له ډک جامو نـه غورځار چـا کــړم
خوښي زما همداده د شپېلۍ سره عــادت یـم
پتکی وي په اوبښته کي د کلي بیزار چـا کړم
شپـه په تېرېـدو شوه نه کیږدۍ وي باد وهلې
اذان د ملا راغی لـه خـوبـو نـه بیدار چار کړم
را پاڅه حنانـزاده همدا دي وخت د عـبادت ده
غربت به چیرته نشي په تختونو خمار چا کړم