غزل

2020-09-21

ژوند ته چې څومره حوصله کېده نو ومې کړله 
بس دی همدومره ګوزاره کـېده نو ومې کړله

ښکاره مـې ونه ژړل خلک وو مجــبوره وومه
زړه کې مې پټه انديښنه کېده نو ومې کړله

د غم ښادۍ پالل له پلار راته وصــــيت پاتې وو
ښار کې کــه هرځای جنازه کيده نو ومې کړله

يـاران به تله نــو خامخا به ميکدې ته تلمه 
ضرور له ما به هم نشه کېده نو ومې کړله

د جـنـتـو لايـــق بـه يمه او کـنه خـو خـدايـه
زما د وسه بـه سجده کـېده نو ومــې کړله

په تا مې دواړه سترګې خښې وې ته نه پوهېدې
دا ستا چـې څـومره نــنداره کـېده نـو ومـې کړله

د زوی قاتل ته يـــوه کونډه مورکۍ داسې وايي 
دغـه بـچـي تـه مـــــې اثـره کـېده نو ومې کړله

دلته ډير خلــــــک وو په چا مې اعتبار نه کېذه
حېرانه! تاســــــره مې شـپه کېده نو ومې کړله