غزل

2020-09-21

ســاده کیـسه وي، پـرې یو دم د سـړي زړه ماتـیـږي
ځـیـنو خـبـرو بانـــدې، سـم د ســړي زړه مـاتـیــږي

ځیـنـې فـکـرونـه ځـیـنـې خـلـک شي یـادونـه پاتـې
ځـینو پـه شتون بانـدې، قسـم دسـړي زړه ماتيږي

خلـک ګـرم نه دي چې لمـنځـونه پـه حجـرو کې کـوي
جـومـات کـې ویـره ده له بـم د ســړي زړه ماتـیـږي

وړه راپـیـغـلـه شـوې خـو دا عـادت دې نه هیـریږي
په کـړس خـنـدا په قـصد قدم د سـړي زړه ماتـیـږي

سکڼۍ ماښـام، تنـها ژونــدون جـانـه او سـتا یادونه 
پــردی وطـن دی پـردی چــم د سـړي زړه مـاتـیـږي

د لارې سر دی ځواني مرګ شې لـیونتـوب مـه کــوه
حـیرانـه! پـرې مې ږده چې ځم د سړي زړه ماتـیـږي