غزل

2020-09-21

زړه به مې نه ماتـــــــېـدۂ ؟ ستا په ما باور ماتېدۂ 
ستـــــا به باڼه ټيـټــــېـدۂ زما به د زړه سر ماتېدۂ

تانه معنا ورکــــــــــېده مانه به تـــشـتبـيه ورکېده
تـانه الــفـاظ ماتـــــــــــــــېـدۂ مانه به هنر ماتيدۂ

خوب مې ليـــــــدۂ يو تور طوفان په ښاريه تېرېدۂ
د چـا کــــــــــړکۍ ماتـــــېده چا د کوټې ور ماتېدۂ

ته به زما په شرم زه به داستا په شرم په يو بل وغوړېدو 
ســتا لوپــټه ماتــــېـــــــــده زمـا په ســــر څادر ماتېدۂ

ښــــــــار کــې ځوانۍ ماتېدې ښار کې وبا ګډه وه 
دلـــــته چــــــنار ماتــــېدۂ دلــته نـښــــتر ماتـېدۂ

ملا عشـــــقونه کول ،ملا د حورو تماشه کې ډوب وو
ملا ته څــــه ؟ که به جــومات کــــــه به ممبر ماتېدۂ

يـــؤ ستا حيران! به ستا د حـــسن په مــدار څرښېدۂ
دا ستـــا په ډېـــــره بـــيوسۍ به يې نظر ما تـــــيدۂ