خومار

2020-09-21

دا زړه ، هغې نارې کړي چې له چا نــــــه پاتې شوی
ما ژر ټټر ته لاس کړ ، ما ويل ما نـــــــــه پاتې شوی
راځه! چې د يو عشق په نوم له سره لمونځ شروع کړو
له ما نه هم دا ډېر عمر جانانه پــــــــــــــــــــاتې شوی
ښايست د دنګو نجونو د چيلم په لوګـــــــــــــــي پلوري
د کلي په خانانو کې ناځوانه پاتې شــــــــــــــــــــــــوی
سرخې مې په ليمو کې څه د بنګو خومــــــــار نه دی
بل اور دی چې د اوښکو له کاروانه پاتـــــــــې شوی
په شونډو کې ټپې لاس کې ټوپک سترګو کې اوښکې
عادت دې را ته داسې د بابا نه پاتــــــــــــــــې شوی
په ياد مې دي يو وخت را ته دا زړه يو چا داغـــــــلو
دا ټپ مې په سينه له ډېر پخوا نه پاتې شـــــــــــــــوی
هاۍ!!! ودريږه لږ تم شه کنه خون به په ځان واخلې
وروستی ګل مې په ګوتو کې توپانه پاتې شــــــــــوی

٢٠٠جولاۍ ١ پيښور