ماښام

2020-09-21

که د تيــــارو زيــــری ماښام راکوي
راته شفق د ميــــــو جــــام راکـــــوي

پــــه خـــونــړي ګودر ټوټي د منګي
د ليونۍ د مـــرګ پيغــــام راکـــوي

لا خو مې راز د ميــــنې پــټ ساتلی
دوې نو په څه نوم د بـــدنــام راکوي

سره له عقله مې صحرا تــــه بـــيايي
مينه څه بل رنګه مقام راکـــــــــــوي

اې افــــغانـــــانــــواخـــرشــرم نه دی
د غلامۍ پيغور غلام راکـــــــــــوي

١٣٧٥ جلال کوټ