اوس نو یم تللی ، اوس نو پردی يم
اوس یو تیر شوی، مازيګری يم
مخکې روان يم ، خو شا ته ګورم
دا چا کوڅه ده ؟ چې ټکنی يم
خولې ، خولې يم، پنډ مې په شا دی
په ښار کې ورک يم، د غره سړی يم
لرې روان يم ، ورېځو کې ورک شوم
د غره له کلي ، پورته لوګی یم
هر رنګ بايللي ، راته مانا ده
اوس هم خزان يم ، هم پسرلی يم
پردی ماښام دی ، پردی کوڅي دي
ته لاروی يي، زه لاروی يم
دا چې نه غر شته ،نه د بنګ بوټي
اوس هم تکړه يم ، چې لا ژوندی يم
خلک ښه وايي، اند لېونی دی
زه هم پوهېږم ، چې لېونی یم
دسیپټیمبر۲۴مه ۲۰۰۸پراګ