غزل

2020-09-21

نــــه لـــکـــه سیـــنـــد څـپي څپي ستړي ستومانه راغلي

تـــــه لــــکـــــــه ســـتــــوري پـــه هوا باندي جانان راغلي

 

مـــا مـــــي ځـــوانــــي د ســیــند درنــو څپو ته و سپارله

دســـــیـــنـــد غــــــاړي تـــه نــــا وخــته جاله وانه راغلي

 

لــــږ پـــــري پــــام وره چـي څړیکي یې راویښي نه کړي

پــــه دي ټـــپــــي غــــرونـــــه کــــه بــیا چير بارنه راغلي

 

خوله کي ټپي ،لاس کي ټوپک،پټکي کي ګل نه لري

څـــنـــګـــه یـــې  ومــنـــم چـــي تــه له روهستانه راغلي

 

انــــد دي کـــلــــونـــه وشـــوه کـــاڼــي زړه ته لار لـټوم

خـــوتــــه زمـــا زړګــــي تـــه څــومره په ا سانه راغلي