اوس هم په باد مين يم

2020-09-21

زه لا هماغسې يم

اوس هم په باد مين يم

اوس هم تمام اوړى په بام ويدېږم

اوس هم د پلار په زنگېدلي کټ کې ټوله شپه

اسمان سره خبرې کوم

زه لا هماغسې تمامه شپه

له ستورو سره مينه کوم

زه لا هماغسې د ستورو په مرگ چيغې وهم

کړيکې کوم

ځان سره ټوله شپه تيارو ته بدې ردې وايم

څه عجيبه سړى يم

زه مې د مور دروغ رښتيا خپلو کوچنيو ماشومانو  ته ميراث کې پرېږدم

بس چې ماښام شي

نو د خپلې مور يوه يوه کيسه راواخلم

زامنو راشـى!

لورکۍراشه

ښه نږدې پرېوځئ

هغه دى وگورئ اسمان کې هغه کټ وگورئ

هغه څو ستوري ښيم

تاسې لږ چپ شئ

دمورجانې يوه خبره مې راياده شوله

مور به مې هر ماښام کيسې کولې

زه چې ماشوم وم مابه ټوله شپه اسمان ته کتل

مور به مې ويلې:

چې زامنو دا اسمان تر ځمکې ډېرښايسته دى

هغه دى ښه وگورئ

هغه څو ستوري چې يو ځاى راټول دي

هغه يو کټ دى

يو زمرى دى

او د کټ پښه کې اوزه تړلې

هغه دى ښه وگورئ

زامنو وگورئ اسمان تر ځمکې ډېرښايسته دى

هلته يو لمر دى

يوه سپوږمۍ ده

او يوه گله دستورو ښکاري

هغه دى وگورئ

په خپلو سترگو  وگورئ

سپوږمۍ څومره ښايسته ښکارېږي

دسپوږمۍ منځ کې يوه تشه شان څېره ده

څومره ښکلې ښکاري!!

مور به مې دلته لږ څه چوپه شوله

مور به مې غلې شوله

ښايي څه وېره  به يې زړه ته راغله

خو موږ به بيا لکه چنچڼو

شور ماشور جوړ کړ

چې مورې!

خوږې مورې

غلې کېږې ولې?

مورې خبره کوه

مورې سپوږمۍ کې نو دا څه دي

چې موږ نه پوهېږو

مور به مې بيا غاړه تازه کړه

او زموږ ماشوم خيالونه به يې

ځان سره اسمان ته يوړل

هغه ده ښه وگورئ

هغه سپوږمۍ ده

او په منځ کې يې سپېڅلې ملايکه ناسته

تاسې ته ښکاري او که نه

تاسې لږ ښه وگورئ

هغه چې تته ښکاري

ها درښيم

هغه سپېڅلې ملايکه ده

په لاس کې يې زرينه شپېلۍ

داسې شپېلۍ چې په اواز به يې دنيا لړزېږي

مور به مې بيا لږ ټکنۍ غوندې شوه

موږ به له ډېرې تلوسې نه

يو ځل بيا مور ته په چيغو چيغو وژړلې

مورې!

خوږې مورې

کيسه کوه رښتيا چې

دا اسمان تر ځمکې ډېرښايسته دى

مورې راځئ چې موږه هم اسمان ته کډه وکړو

مور به مې کټ کټ په خندا شوه

او په موږه به راولوېدله

نه، نه، زامنو

انسانان اسمان ته کله تلى شي

اسمان ته لار د ختو کله شته دى

اسمان د ستورو ځاى دى

اسمان ته هغه څوک ورتلى شي

چې يې زړونه لکه لمر

لکه سپوږمۍ

لکه ليلا

لکه مجنون صفا وي

اسمان دمينې ځاى دى

موږ انسانان يو

موږ د مينې په چل نه پوهېږو!!!

موږه د ځمکې په سر ټول عمر

له يو بل نه نفرت کړى دى

موږ ته اسمان په خپله غېږه کې ځاى نه راکوي

زامنو غلي شئ

ويده شئ

چې اوس لمر راخيږي...