غزل

2020-09-21

د لوړو غرو د غېږې لمره را تــــــــــرغــــــــاړې وځــــــــه
د رڼــــــــا تـــــــــږی يـــــــــم سحـــــــــره را تــــر غاړې وځه

 
زما د مينې په ښار هم د اور سيــــــــــــــلۍ خـــــــوره ده
ته هم ډوبېږې مازديـــــــــــګره را تـــــــــرغـــــــاړې وځه

 
بېګاه مې درسته شپه په خوب کې ژېړې پاڼې لېدې
په ژونــــــــد بــــــــــــــاور نه شته دلبره را ترغاړې وځه


په پخوانو پلونو د ميـــــــــنې ښـــــــاپېـــرۍ پسې ځم
مسته ملنـــــــــګه زوروره را تـــــــــــر غـــــــاړې وځــــه


د بېلتـــــــــانــــــــــه عمــــرتــه ګوره دومره مينه راکړه
 
شمسزيه ياره د زړه سره را تــــــــــر غــــــــــــاړې وځـه