ژوند راته عذاب راکړ،عشق درد،درد، زندگي راته
اف! ستا جدایۍ اور دی بل کړي، په زړگي راته
خدای سره مې څومره لوې خیانت کړی ته وگوره
خدای ځواني راکړي وه،تا خاورې کړه ځواني راته
بیا درپسې ښه نه یم، بیا درپسې زړه خورمه
بیا د باران څاڅکي دي، بیا تا یادوي، راته
څنگه ستا تصویر په اور پسې کړم راته ووایه؟
ستا تصویر مې ساه دی، او سکون هم راکوي راته
څومره ارمانونه به مې گور ته وړم له ځان سره
څومره ارمانونه به مې وژني بې وسي راته
ژوند په داسې موړ کې درولی یم فطرته! چې
نه خو مخکې گام اخلي، او نه واپس راځي راته