د کومې زمانې يم زمانوسره مې ژوند دی؟
زه څومره لېونی یم لېونوسره مې ژوند دی
رڼا له کور تللې او ډېوه مې کور کې نشته
سپوږمۍ تندر نیولې ده تیارو سره مې ژوند دی
چې وپوښتې څوک وایمه هټکې یمه نېولی
بغیر له تا خو یاره له سلګو سره مې ژوند دی
ته چېرته یې؟ته څنګه یې؟سوچونوکې بوډا شوم
بس! هره شېبه ياره اندېښنو سره مې ژوند دی
دا ښه نه ده چې زه څېرې ګرېوان تاپسې ګرځم
د ژوند دار و مدار کې حادثو سره مې ژوند دی
هغې ویل پرېږدم درسره کور،کلی،وطن هم
خو څه وکړم فطرته! چې پښتو سره مې ژوند دی