دا اومنه په زړه کې ټول جهان اوسیدای نه شي
بغیر له تا زما هم بل ارمان اوسیدای نه شي
بیګا چې دې زما له غیږې تاو کړل سپين لاسونه
والله چې هیڅ یو شی خوږ له انسان اوسیدای نه شي
رقیب او زه جانانه ستا د زړه په کور کې دواړه
جوړه لکه هندو ٬او مسلمان ٬اوسیدای نه شي
هغوې چې میکدې کې هم سجدې کوي الله (ج) ته
باور لرم چې دوې به بې ایمان اوسیدای نه شي
نن راغله چې په مخه د همزولو مخکې وویل!!
فطرته ! بې له تا مې بل جانان اوسیدای نه شي
۱۳۹۶/۱۰/۶