غزل

2020-09-21

چینار یې شهید کړی په ګودر غشي ورېږي
 مرغان ځالو کې نشته په نښترغشي ورېږي

  دا ښه نه دى چې مونږه لاس تر زنې ورته ناست یوو
 دا ښه نه دى چې تل مو په ځیګر غشي ورېږي

 خاونده! نور مو خلاص کړې له دې سختې زندګۍ نه
 کابل په وینو سور په پېښور غشي ورېږي

  په دې چم کې منصور غوندې بلا خلک په دار شول 
په دې چم کې اکثره مازېګر غشي ورېږي

  زما ددې وطن د خلکو څه به خوشحالي وي 
واده وي،که کوژده وي،که اختر غشي ورېږي 

 دا نه وايم فطرته! چې مو لر دې کړي خدای وران خو
 دا وایمه چې ولې مو په بر غشي ورېږي؟