غزل

2020-09-21

یو قدم مخکې تلمه دوه قدمه شاته راتلم
له  انتهاء نه  اوم  راوانه  ابتداء ته  راتلم

دومره ډارن اوم چې له خپله ځان مې یره کېده
دومره ډارن اوم چې د خپلې سېورې شاته راتلم

څه ماشومتوب وو،پلارغصه به شو تلم مور غېږئ ته
مور چې غصه به شوه ، نو بېرته به دادا ته راتلم

د ښار له هجوم، او له شوره،ستړی شوی اومه
کلې کې هم له ډیره درده! به صحرا ته راتلم

د ژوند کولو ډاډ مې ته وې او ارمان مې ته وې
تاته چې نه راتلم جانانه وایه چاته راتلم

ما که هر څو وکړه کوشش چې زندګي وکړم خو!
فطرته! نه کېده بې تا ژوند بېرته تاته راتلم