ته مې ژوند یې،ته مې مرګ یې،ته اجل یې
بخته هر څنګه که یې نو زما خپل یې
دیار غمه چې په کوم طرف ته ځمه
لکه سېوری مې د ځان راسره مل یې
شېبه مرمه،شېبه وروسته ژوندی کېږم
زندګۍ لکه سریال درې مورچل یې
دیار حسنه د طالب غوندې بې رحمه
خو زړګیه ته هم کلک لکه کابل یې
نه هغه رسي ترما،نه ترهفې زه
محبته ته د ورکې لار مزل یې
کیف دې نشته دی فطرته! د لفظونو
درد او غم پورې تړلی تخیل یې