یوناما: هڅه کوو چې له ایرانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو مخه ونیسو

یوناما: هڅه کوو چې له ایرانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو مخه ونیسو


  • 4 ورځي دمخه (29/06/2025)
  • سمسور نیوز
  • 41

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مرستیال اندریکا راتوټه وايي، دغه دفتر هڅه کوي چې ایران قانع کړي، 

څو د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ ودروي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د دې وزارت سرپرست عبدالکبیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مرستیال، د دې سازمان د کډوالو عالي کمېشنرۍ له استازي عرفات جمال او په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان له مشر میهیونګ پارک سره کتلي دي.

راتوټه په دې کتنه کې له ایران څخه د افغان کډوالو په داوطلبانه راستنېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په دې وروستیو ورځو کې له دې هېواد څخه د کډوالو د جبري اېستلو لړی تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.

په ورته وخت کې، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر  عبدالکبیر د افغان کډوالو په اړه له ایران سره د درې اړخیزې غونډې په ترسره کولو ټینګار کړی دی.

له بلې خوا، عرفات جمال ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر کابل ته سفر وکړي.

په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان مشر میهیونګ پارک هم ویلي چې له نورو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د اېستلو ګړندیتوب د دې سازمان پر نغدي مرستو اغېزه کړې ده.

سرپرست حکومت او نړیوالو سازمانونو په وار، وار له ایران او پاکستان څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ ودروي؛ خو تر اوسه پورې د دواړو هېوادونو له خوا دا غوښتنې نه دي منل شوي.