یونېسف: له ایرانه راستنو شویو کې څلورمه برخه یې ماشومان دي

یونېسف: له ایرانه راستنو شویو کې څلورمه برخه یې ماشومان دي


  • 2 ورځي دمخه (30/06/2025)
  • سمسور نیوز
  • 93

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وایي چې د روان میلادي کال په جون میاشت کې له ایرانه په راستنو شویو کې څلورمه برخه یې ماشومان دي. 

په افغانستان کې د یونېسف استازي تاج الدین اوېوالې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د دغو ماشومانو له ډلې له ۵زرو زیات یې بې‌سرپرسته دي.

اوېوالې زیاتوي چې په جون کې څه باندې ۱۶۰زره افغانان د اسلام کلا له لارې له ایرانه هېواد ته را ستانه شوي دي. 

دا په داسې حال کې ده چې په وروستۍ یوه اوونۍ کې له ایرانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ په بې‌سارې توګه لوړې شوې.

د هرات ولایت سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، له ۱۰۰زرو زیات افغانان راستانه شوي چې ډېری یې په زوره اېستل شوي دي.