جمال: افغانستان ته له ایرانه هره ورځ ۵۰ زره افغانان راستنېږي

جمال: افغانستان ته له ایرانه هره ورځ ۵۰ زره افغانان راستنېږي


  • 1 ورځ دمخه (12/07/2025)
  • سمسور نیوز
  • 95

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال خبرداری ورکړی چې افغانستان ته له ایرانه هره ورځ ۵۰ زره افغانان راستنېږي او دغه هېواد په دې کچه د کډوالو منلو ته چمتووالی نه‌لري. 

جمال چې تازه په هرات کې له اسلام کلا بندر لیدنه کړې، وايي چې د کډوالو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو پراخه راستنېدنه، په سرحدي سیمو سخت فشار راوړي او بشري بحران لا پسې زیاتوي.

د نوموړي په وینا، ډېری راستنېدونکي په بهر کې لوی شوي او د افغانستان له اوسنيو شرایطو سره بلدتیا نه‌لري. 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازی ټینګار کوي چې د بودیجې کموالي د مرستې رسونې بهیر ګډ وډ کړی دی. 

دا په داسې حال کې ده چې ایران په وروستیو اوونیو کې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ په بې‌ساري ډول چټکه کړې چې له کبله یې راستنېدونکي له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دي.

په ورته وخت کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي چې په تېرو ۱۹ ورځو کې له ايران څخه ۵۰۵زره ۳۸۹ افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

یاد کمېسیون زیاتوي چې له دې جملې ۲۰۰زره زیات په جبري ‌ډول او نږدې ۳۰۰زره نور په خپله خوښه افغاستان ته راستانه شوي دي. 

له دې سره هم‌مهاله، د اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند د تېرې پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې له ایران څخه وغوښتل چې د اخراج پرمهال د افغانانو د حقونو له نقض او سپکاوی څخه ډډه وکړي.

نوموړي همدارنګه د ایران پر حکومت غږ وکړ، څو افغان کډوالو ته اجازه ورکړي چې خپل منقول مالونه افغانستان ته انتقال کړي او په تمځایونو کې کډوالو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.