حکومت دې د یوسف رشید د مړینې په اړه جدي څېړنې وکړي.
دافغانستان ولسي جرګې غړي وایي، حکومت ته پکار ده، چې د یوسف رشید قاتلین پیدا کړي، دوی وایي، افغان حکومت باید په دې برخه کې جدي څېړنې وکړي. د ولسي جرګې غړي، حکومت د خلکو په امنیت کې ناکام بولي، او وایي د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح امنیتي اقدامات بې ګټې دي.
نن سهار ناپيژانده وسله والو د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر یوسف رشید کابل کې په یو وسله وال برید کې وواژه. ولسې جرګې دغه برید غندلی او له حکومت یې د نوموړي د قاتلینو د نیولو غوښتنه کړې.