دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دمحترمو غړو دپاملرنې وړ


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • میرمن کلتوري
  • 1307

ټولو   ته سلامونه او نیکې هیلې !
دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې شنبې ورځې په غونډه کې دمیرمن بهیر دغړې لیکوالې او شاعرې لیمې نیازۍ لنډه کیسه کره کتنې ته وړاندې کیږي.
دغه کیسه به په غونډه کې پر ګډونوالو وویشل شي.
آغلې مرضیه امین به په دغه کیسه لیکلې کره کتنه اوروي.
په غونډه کې د((وږمو ښکالو)) دمیرمنو دلنډو کیسو دټولګې په اړه چې آغلې وږمې فضلي تدوین کړی وروستۍ خبرې کیږي او چاپ ته استول کیږي.
ټولې خویندې به درڼا مشاعرې په اړه د ورکړل شویو دندو په اړه وروستي رپوټونه وړاندې کوي.
په غونډه کې دمیرمن بهیر غړې آغلې  بصیره حمیدي د ورسپارل سوې موضوع په اړه لکچر وړاندې کوي.
دژورنالیزم دکورس په برخه کې  دژورنالیزم استاد دژورنالیزم په اړه معلومات وړاندې کوي.
دغه غونډه او دمیرمن بهیر نورې اوونیزې غونډې د پوهنې وزارت په پنځم پوړ کې د پوهنې په کلوپ کې په یوه نیمه بجه جوړیږي.
دغه رازپه غونډه کې په نورومهمو کاري مسلو هم خبرې کیږي اوپه پای کې ازاده مشاعره کیږي . هیله ده په خپل وخت تشریف راوړﺉ.
 په درنښت