سمسور نیوز (۱۴وری۱۴۰۲) د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، په هېواد کې په خپلواک ډول پرېکړې کېږي او ا، ا د هېچا تر تاثیر لاندې نه دی.
امیر خان متقي له عربي «درر» ټلویزون سره په مرکه کې ویلي، واک د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته د سیمې له هېوادونو سره اړیکې له سره رغول شوې او ګاونډیو او یو شمېر نورو هېوادونو ته د بهرنیو چارو وزارت تازه ډیپلوماټان لېږل شوي دي.
هغه زیاته کړې، اوس مهال توانېدلي، چې د تېر په پرتله صادرات زیات کړي او هېواد د ځان بسیایني پر لوري بوځي.
امیرخان متقي دغه راز ویلي، په یو نیم کال کې یې د بهرنیو چارو وزارت داسې اساس جوړ کړی چې د افغانستان او اسلام د ګټو لپاره به کار کوي.