پر دموکراسي دخلکو باور ته زیان مه رسوﺉ


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • روښان علمي
  • 1119

له یوې اوږدې او ډارونکې تیارې وروسته موږ افغانانو ته یوځل بیا دا زمینه برابره شوې ده چې خپل استازي پخپله وټاکواو دادی څو ورځې دمخه مو د ولسي جرګې د ددوهم پړاو انتخابات هم ترسره کړل.
دطالبانو له ماتې وروسته له دیرش څلویښتو کلونو وروسته دا لومړی ځل و، چې پنځه کاله دمخه زموږ خلکو ولسي جرګې ته خپل استازي وټاکل.زموږ خلکو هم دولسي جرګۍ د لومړۍ دورې په ټاکنو او هم د جمهوري ریاست په لومړیو ټاکنو کې په ډیره مینه او پراخه پیمانه ګډون وکړ.له ځینو ستونزو سره سره چې لا هماغه وخت هم موجودې وې دخلکو دا ډول پراخ ګډون زموږ په زړونو کې دې هیلې ساه ورکوله چې زموږ خلک نور په هغو پخوانیو لارو نه ځي زموږ خلکو اوس په واک کې دګډون مدني او دموکراتیکې لارې لټوي نور خلک نه غواړي چاته دتخت ګټلو په لاره کې یې وینې تویې شي او نور زموږ خلک نه غواړي مسایل له جګړه ایزو او قهرامیزو لارو حل کړي.
خلکو هغه وخت هم نه د ولسمشر لپاره او نه هم دکوم بل شخص لپآره په ټاکنو کې ګډون ونه کړ بلکې هغوی ددغه بهیر لپاره په ټاکنو کې په دومره پراخه پیمانه ګډون وکړ.او دایې ثابته کړه چې زموږ خلک له سوله ایزو او مدني لارو دمسلو په هواري باور لري او هیڅکله د زور او تاوتریخوالو پلویان نه دي.
خو د ولسي جرګې په دغو وروستیو ټاکنو کې دخلکو ونډه لکه څنګه چې لازمه وه ډیره نه وه که په ځینو سیمو کې امنیتي ستونزې وې او خلکو نه شوای کولای دټوپکمارو او د زور اوظلم دپلویانو له ویرې په ټاکنو کې ګډون وکړي خو داسې ځایونه هم و، چې پکې امنیتي ستونزې نه وې خو بیا هم د رایه ورکوونکو شمیر هلته ډیرلږ و، په کندهار کې ولسي جرګې ته یوه کاندید له رسنیو سره په مرکه کې وویل چې دکندهار ښار په مهمو ټاکنیزو مرکزونو کې د رایو شمیر ایله بیله اتیا او سلو ته رسیده ویل کیږي هلته خلک مایوسه دي دهغوی ستونزو ته توجه نه کیږي او ډیرو یې په اوسني بهیر خپل باور بایللی دی په کابل کې هم حالت تر دې بهتر نه و.
داچې ولې داسې کیږي او ورځ په ورځ دخلکو دلیوالتیا کچه ټیټیږي هغه څه دي چې باید ورته توجه وشي.
یو علت یې په تیرو او اوسنیو ټاکنو کې دپراخو درغلیو موجودیت دی چې خلک یې مایوسه کړي دي.د ولسي جرګې د دوهم پړاو په ټاکنو کې دپراخو درغلیو شتون دخلکو مایوسي نوره هم پسې زیاته کړه. له یوه ټلویزیون سره یوه رایه ورکوونکي په مرکه کې وویل چې خپل درایې ورکولو کارت یې وروسته له هغه چې د رایې ورکولو په مرکز کې یې درغلي او د زورواکو لاس وهنه ولیدله دخلکو په مخ کې څیري کړ.ده وویل کله چې مې ولیدل زموږ رایو ته ارزښت نه ورکول کیږي او هرڅوک دخپل زور په اندازه درغلي کوي نو دا کارت مې څه په درد خوري.
دوږي په اوه ویشتمه نیټه د ماسپښین په دوه بجې سبا ټلویزیون له یوه مرکز څخه رپوټ درلود په رپوټ کې یې ولسي جرګې ته دیوې کاندیدې ملالۍ اسحق زۍ د درغلیو مستند رپوټ درلود هغې وویل خوب میکنم که تقلب میکنم.
آیا دا ډول ښکاره درغلي او په دموکراتیکه پروسه کې له زور څخه کار اخیستل دغه بهیر ته نه جبرانیدونکي زیانونه نه رسوي. له ولایتونو څخه هم د درغلیو په اړه حیرانوونکي رپوټونه رارسیږي چې په یوه محل کې دیوه کاندید په ګټه صندوقونه له رایو ډک شوي دي.که خدای مه کړه داسې وي او دا حالت دوام وکړي او درغلګرو ته جزا ور نه کړل شي دغه دموکراتیک بهیر به سخت زیانمن شي.
وروسته له دې به خلک په دموکراسي بې باوره شي او خدای مه کړه بیا به دتاوتریخوالو پخوانیو لارو ته تمایل پیدا شي.
دولت او دټاکنو خپلواک کمیسیون باید دغو مواردو ته پاملرنه وکړي د ولسي جرګې د دوهم پړاو په ټاکنو کې درغلۍ وڅیړي او دخلکو او شکایت کوونکو اندیښنو ته  قانع کوونکی ځواب ووایي. که داسې ونه شي دپراخو درغلیو شتون به زموږ خلک نور هم مایوسه کړي او بیا به په راتلونکو ټاکنو کې د ولس دګډون کچه تر دې هم لږه وي.خلک به په دموکراسي او له سوله ایزو او مدني لارو څخه د مسایلو په حل خپل باور له لاسه ورکړي او دنورو او خدای مه کړه جګړه ایزو او کودتایي لارو په لټه کې به شي.