اوس هم زموږ ډیر وطنوال دافغانستان دپخواني جمهورریس ارواښاد سردار محمد داود خان هغه سختې او جدي خبرې چې د وخت د استعماري ځواک پخواني شوروي د دیکتاتور مشر بریژنیف ته یې کړې وې په ډیر ویاړ سره یادوي او ممکن ددغه مرحوم ولسمشر د څه نا څه ګرانښت یو علت هم دنورو عمراني کارونو ترڅنګ همدا وي چې هغه مرحوم هم بریژنیف ته داسې سختې خبرې کړې وې او هغه یې پوهولی و، چې افغانستان یو خپلواک هیواد دی او دهیچا دیکتې ته اړ نه دی او بل یې دپښتونستان په مسله کې سخت دریځ نیولی، په ډیر لږ وخت کې یې عسکر راټول کړي او له پاکستان سره یې جګړې ته چمتو کړي وو.
تر ده وروسته دیوه بل جمهور ریس نورمحمد تره کي پلویان هم په ډیر ویاړ سره دپخواني شوروي له دیکتاتور مشر بریژنیف سره دهغه دلفظي شخړې یادونه کوي او پرې ویاړي.او یوشمیر هم د حفیظ الله امین له خوا دشوروي د سفیر پوزانوف دشړلو خبره په ډیر ویاړ سره یادوي.په وروستیو کې دطالبانو په اړه چې دپاکستان له جاسوسي سازمان آی، اس، آی سره دتړاو تور تل پرې پورې و اودی هم داسې مثالونه و، ویل کیږي د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف غوښتل دپاکستان په نوښار کې دطالبانو له ځینو مشرانو سره وګوري هغه د وعدې له وخته یوڅه ناوخته شوی و، کله چې یې الوتکه نوښار ته رسیدلې وه مولوي احسان الله احسان ورته معطله شوی نه و، له هغه ځایه راغلی و،ویلي یې و، زه نه غواړم ورسره ووینم پریږده چې یو وخت دافغانستان په تاریخ کې داهم ولیکل شي چې یوه عادي افغان د پاکستان د صدراعظم ملاقات رد کړ او هغه یې پر ځای پریښود.
موږ چې کله سره کینو او دا ډول خبرې را یادې شي بیا نو دځینو داسې چارواکو یادونه کوو، زموږ زیاتره سیاستوال یا خو د محمد داود خان غوندې سرسخت او احساساتي تیر شوي یا د ببرک کارمل غوندې مزدور او دنورو لاسپوڅی.
په معاصر تاریخ کې داسې څیرې نه لرو چې هغوی دې په سړه سینه دنړۍ او سیمې حالات څارلي، دخپل هیواد لومړیتوبونه یې درک کړي او بیا یې دځینو نورو هیوادونو دمشرانو او سیاستوالو په څیر دسیمې او نړۍ له حالاتو څخه دخپل هیواد لپاره ګټه پورته کړې وي.
یوشمیر سیاستپوهان او له مسایلو خبر کسان باور لري چې د وخت د زبر ځواک شوروي اتحاد له مشر لیونید بریژنیف سره د سردار محمد داود دغې لفظي شخړي زموږ وطن ته د ګټې پر ځای زیان ورساوو.بریژنیف له هغه وروسته متوجه شو چې باید یوه بله لاره غوره وکړي .هغه و، چې شرایط یې دثور کودتا ته برابر کړل وینو چې بیا له هغې ورځې موږ ښه ورځ ونه لیدله. دنورمحمد تره کي لفظي شخړه هم دهغه په مرګ تمامه شوه او دحفیظ الله امین له خواد شوروي دسفیر دشړلو او سپکاوي په مقابل کې دشوروي ځواب داو، چې خپل سور پوځ یې دلته راواستاوو، ببرک کارمل یې دواک په ګدۍ کیناوو او حفیظ الله امین یې وواژه.
پورتنۍ خبرې دافغانانو دملي غروردڅرګندولو او بیانولو په برخه کې زموږ دسیاستوالو د خبرو د ردولوپه معنا نه دي بلکې سیاست ایجابوي چې په مهمو ملي مسلو له او نورو هیوادونو سره د اړیکو پر وخت باید احساساتي برخورد ونه شي.
له څه مودې راهیسې دافغانستان داوسني ولسمشر حامد کرزي غوصه هم هغو هیوادونو ته راپاریدلې ده چې زموږ په هیواد کې پوځي حضور لري او په مالي لحاظ زموږ اردو، ملي پولیس او ددولت ډیرې ادارې تمویلوي.او آن ویل کیږي چې زموږ په پوځي او استخباراتي ادارو هم بشپړ اغیز لري.ولسمشر په خپلو خبرو کې دغو هیوادونو ته کنایي وایي او هڅه کوي ځان دیوه ملي مشر په توګه مطرح کړي. دویکي لیکس له خوا ځینو افشا ګریو دغه اړیکې نور هم پسې ترینګلي کړل.
اوس پوښتنه داده چې آیا له دغو هیوادونو په تیره امریکا سره زموږ دهیواد داړیکو خرابي دچا په ګټه ده آیا موږ په اوس وخت کې کولای شو د نړیوالې ټولنې له مرستو پرته خپل هیواد په اقتصادي لحاظ په پښو ودروو؟
که دغه هیوادونه زموږ دهیواد په کورنیو چاروکې مداخله کوي آیا نورې لارې نشته چې مخه یې ونیول شي؟آیا موږ په تیرو نهو کالونو کې دنورو له احتیاجه دخپل هیواد دخلاصولو لپاره څه کړي دي؟ آیا د دولت په اداره کې مو دهغه پراخ فساد مخه نیولې ده چې زموږ خلک یې سپږمو ته رارسولي دي؟ آیا خپل سیستم او اداره مو جوړه کړې ده ترڅو وکولای شو پخپلو پښو ودریږو؟
زه فکر کوم له نورو سره دمقابلې ښه لاره داحساساتي خبرو پر ځای دخپل ځان جوړول دي، موږ باید دنورو هیوادونو غوندې د ځینو هیوادونو له یو شمیر مجبوریتونو څخه د خپل وطن دملي ګټو په خاطر سمه ګټه پورته کړو.ددغو امکاناتو په مرسته چې زموږ په تاریخ کې دلومړي ځل لپاره زموږ په برخه شوي دي دخپل وطن دجوړولو لپاره کار واخلو.
او بیا مو چې له نورو سره دمقابلې سیک په ځان کې پیدا کړ بیا که داسې کنایي چې اوس یې زموږ ولسمشر وایي هم ووایو ممکن وکولای شودنورو د غرضونو مخه ونیسو.
له دغو هیوادونو سره زموږ د اړیکو خرابتیا دافغانستان دخلکو په ګټه نه ده بلکې ګټه یې زموږ دښمنانو او غرضي ګاونډیانو ته رسیږي.