راځي په سړو مغزو په خپلو ستونزو فکر وکړو


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • حاجي محمد یوسف
  • 1222

      تیرکال دکرکټ په لوبو کې دافغانستان دکرکټ اتلې ملي لوبډلې د ډنمارک دکرکټ لوبډلې ته ماته ورکړه.دا دټولو افغانانو لپاره دویاړ خبره وه او باید ویاړ هم پرې وشي زموږ ځینو خبري رسنیو هم دا خبر په ډیر ویاړ سره خپور کړ او دایې هم وویل چې افغان کرکټ لوبډلې د ډنمارک دکرکټ لوبډلې ته سخته ماته ورکړه هغه وطندوست نطاق مې په یاد دی چې د(سخته ماته) په عبارت یې سخت فشار هم راوړ.
خو زموږ ځینو وروڼو لیکوالو دغې لوبې او ماتې ته سیاسي او دیني رنګ ورکړدلته او هلته یې ولیکل چې دا داسلام زور و، چې یوه کفري هیواد ته مو ماته ورکړه خو پر سبا یې بیا یوه بل کفري هیواد یعني کاناډا زموږ لوبډلې ته ماته ورکړه.په هغه شپه مې دټلویزیون ویاند ته پام و، چې په څومره بې میلي یې زموږ دماتې خبر خپور کړ دتیرې شپې غوندې یې ونه ویل چې د کاناډا لوبډلې افغان لوبډلې ته سخته ماته ورکړه.
موږ که په جګړه کې څوک مات کړي نو هغوی ته مو سخته ماته ورکړې ده خو که موږ ماته خوړلې ده هغه مو هم خپله بریا ګڼلې ده او هیڅ وخت مو په دې فکر نه دی کړی چې ولې مو ماته وخوړه؟ممکن دنړۍ نور قومونه هم دخپل ملي غرور لپاره دا ډول چلند ولري خو دوی تل دخپلو ماتو دعلتونو په اړه فکر کوي، لیکنې کوي دخپلې ماتې علتونه څیړي او په راتلونکي کې خپلې غلطۍ اصلاح کوي.
په دې ورځو کې چې دافغانستان او پاکستان لپاره دامریکا دمتحده ایالتونو ځانګړی استازی ریچارد هالبورک دزړه دناروغي له امله مړشوی دی بیا هم زموږ لیکوالو ته خدای ورکړه چې هریو پرې لیکنې وکړي او دهغه مړینه زموږ له ډاره وبولي، طالبانو هم وویل چې دهالبروک مړینه دافغانستان دجګړې له امله وه، یوه بل لیکوال خو لا په دې خبره پسې دتاریخ پاڼې هم راړولې وې او دپخواني شوروي اتحاد د څو تنو دیکتاتورانو بریژنف، اندروپوف او چیرنینکو مړینې یې هم دافغانانو له ویرې بللې وې.یوبل ورور بیا دهولبروک دمړینې اصلي لاملونه داسې په ګوته کوي((  په دې کې شک نشته چې افغانستان ته هر يرغلګر په خپلو پښو راغلى خو له نيکمرغه چې په روغ بدن دبيرته وتلو چانس ياري نده ورسره کړې، دکلونو پخواني غښلي ځواک انګليس هم خپل قسمت وازمايه خوپچه يي ښه ونه ختله، دوخت زبرځواک پخواني شوروي اتحاد هم په افغانستان يرغلګروکړ خو د روغ وتلو چانس ورسره ملتيا ونکړه خپله پخواني شوروي اتحاد له سياسي  او اقتصادي پلوه له وژونکي ګزار سره مخ شو، شوروي اتحاد ټوټې ټوټې او په بيلابيلو جمهوريتونو وويشل شو ددوى تر استعمار لاندې هېوادونه خپلواک شول.
       دافغانستان دکړکيچ له امله دشوروي اتحاد دوخت دريو مشرانو لکه برژنيف، کنستانتين چرينکوف، او ولاديمير اندروپوف هم په ډير کم زماني واټن کې دزړه د دريدو له امله دمرګ غيږې ته ورغلل.)
آیا له افغانستانه یو انګریز هم روغ ونه ووت؟ تاریخونه وایي چې ډیر انګریزان مړه او نوره قوا یې له افغانستانه ووتله.خیر هغه خو ډیر پخوا کلونه و زموږ په یاد نه دي څه چې لیکلي پرهغو به باور وکړو خو څرګنده ده چې ټول هم دلته نه دي مړه شوي بلکې ژوندي هم وتلي دي. خو د روسانو ټانکونه خو موږ ولیدل چې مزدورانو یې پرې ګلان پاشل چې له افغانستان څخه ووتل او د امو پر پله تیر شول په هر صورت داسې ملتونه شته چې هیڅوک یې وطن ته ورتلی نه شي، څه معنا خو لا وتل.
خبره اوږده شوه زموږ ځینو وروڼو دهالبروک مړینه زموږ له ډاره بللې ده، کاشکې داسې وای هغه چا چې موږ ته یې دهالبروک غوندې بد نظر لرلای داسې ژر مړه کیدای خو بیا هم که دا ومنو چې دهغه مړینه دافغانستان دجنګ له امله وه، بیا هم معلومیږي چې نور دخپلو هیوادونو لپاره څومره لویو قربانیو ته حاضر دي، دخپل هیواد وړو ستونزو یې ذهنونه دومره بوخت ساتلي چې په لیرې هیواد کې دخپل هیواد دښکیلتیا او د دوی په ګټه دمسایلو ژر نه حل یې په زړه دومره فشار راوستی دی چې باالاخره ژوند یې له لاسه ورکړ.دوی زموږ غوندې باټې نه وهي چې مثلآ ووایي دادی موږ له یو عالم غرونو اوسمندرونو راتیر شوو او په بل هیواد کې دخپل هیواد دخوندیتوب لپاره جنګیږو. او په یوه لیرې هیواد کې دخلکو پر کورونو بریدونه کوو، خلک یې په خپلو سپیو داړو. دوی دا نه وایي خو په پردي هیواد کې دجګړې اندیښنه یې زړه دروي. راشه موږ ته. موږ لا هم وایو څوک چې دلته راغلي په روغو پښو نه دي وتلي.واقعیت خو دادی چې ډیر راغلي، ډیر وژل شوي او ډیر بیرته ژوندي تللي دي.او موږ هم ډیر شهیدان شوي یو.او که زموږ همدا حال وي دا ویره شته چې ددغو له شا نور هم راشي، هغوی هم ډیر ووژل شي، ډیر یې بیرته ولاړ شي او موږ هم ډیر شهیدان کړي.
دافغانستان دجګړې له امله د هالبروک زړه ودریده. خو زموږ په وطن کې چې زموږ د وروڼو دوینو سیلاب روان دی په دې حالت مو زړه نه دریږي. هغه څوک چې ځان دپردیو په مقابل کې د وطن مدافع بولي ملا عمر یا کوم بل زموږ په وینو چړچې کوي ددوی خو زموږ په وینو مازي زړه هم درد ونه کړ.په زرهاوو ځوانان یې دلیلې په دښته کې دوستم ته پریښودل او هلته ټول شهیدان شول خو دهالبروک غوندې دملا عمر زړه ونه دریده.تر دوی دمخه دروسانو پرخلاف دجهادي تنظیمونو رهبران خو اوس وینو چې د کابو دوه میلیونو شهیدانو په وینو یې څنګه شانداره بنګلې جوړې کړې دي ددوی خو په دې دوو میلیونو شهیدانو هیڅ وخت زړه حتی درد هم ونه کړ، ملا عمر اوبل غټ طالب هم همداسې درواخله.
زما ملګري شاهدان دي او خدای(ج) مې هم حال ویني چې کله مې د هالبروک دناروغي خبر واورید څومره خوشحاله شوم او څو ځله مې دا دعا وکړه چې خدای دې یې جوړ نه کړي او زموږ د کونډو او یتیمانو آه دې پسې وي. او بیا چې کله ومړ په ډیرو کسانو مې دهغه دمرګ زیری وکړ ځکه هالبروک موږ ته ښه نیت نه درلود، ده هر پښتون طالب بللی و، معنا یې داوه چې دا قوم باید سر پورته نه کړي او بې رحمانه بمبارۍ لا هم پرې دوام وکړي ویل کیږي هالبروک زموږ دوطن دتجزیې پلان هم درلود.خو خبره داده چې زموږ ستونزې دهالبروک پر مړینه نه حل کیږي، لا ډیرې ستونزې او ډیر دښمنان لرو. راځﺉ په خپلو ستونزو فکر وکړو، له احساساتو تیر شو په سړو مغزو خپلې بدبختۍ وڅیړو او دحل لارې یې پیدا کړو.