- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- ذبيح الله احساس
- 1094
زما د لوی وطن د پرې شوې برخې افغانه!
په دې مې سر خلاصېږي چې ولې دې د خپل پلرني وطن سپېڅلې او له وياړه ډکه جنډه پر ځمکه راښکله، ولې دې د هغه وطن د حکومتي مشرانو پر تصويرونو چلپا کش کړه چې هويت دې ورپورې نښتی دی... لا هم درته غوسه نه يم... لا به هم هڅه کوم چې په خبره دې پوه کړم... خپل افغانيت ته دې بېرته وګرځوم.
ته له تېرو شپېتو کلونو د ګران وطن د هغې برخې اوسېدونکی پاتې شوی يې چې ولکه يې د انګرېز له پاتې شوني پاکستان سره ده. هغه پاکستان چې د افغانستان وجود د خپلې بربادي په توګه ګڼي.
ته د پنچاپي د استخباراتي پرلهپسې سياسي او جبري کړاوونو له امله دې ته مجبور کړای شوی يې چې خپل هويت هېر کړې... ځان دې د غلامي په داسې تيارو کې ايسار ساتلی چې نن خپل نسب ته هم ښکنځل کوې او عار يې هم نه ګڼې... زړه مې درته درد کوي...بلکې په ځان مې هم زړه دردېږي.
زه درته په دې پړ يم چې لا مې هم د غلامي له دې ځنځيره نه يې خلاص کړی؛ خو ته هم ګرم يې چې د وخت په تېرېدو دې د خپل هويت د ساتنې ټولې ستنې کاواکه کړې دي.
زه خو زخمي زخمی وم، لا مې هم ټپونه سره نه دي ورغلي، همدې تور دښمن چې ستا پر ژوند د خپل هويت د نه پېژندلو کومه تياره خوره کړې، له تېرو څو لسيزو د نړۍ پر دې پراخه ځمکه زما و ستا د پېژندنې د يوازېنۍ جغرافيې ـ افغانستان د بربادي پلانونه جوړوي. له تېرو څو کلونو دغه پلانونه شنډ شي، بيا يې جوړ کړي، بيا شنډ شي او دی يې بيا جوړ کړي...
زموږ دغه کشمکش لسيزې ونيولې، خو ځوانيمرګه ستا په شان ستړي نه شوو او د دښمن پر وړاندې مو د زغم او مبارزې وسله نه کېښوده.
پاکستان اوس هم کوښښ کوي چې موږ د پرمختګ او سوکالي له رڼاوو لېرې وساتي. له تېرو دېرشو کلونو په همدې کوښښ کې دی چې ما ستا په څېر د خپلو مجبوريتونو په ګرداب کې راونيسي.
خو موږ حوصله وکړه، موږ زغم وکړ، موږ مبارزه وکړه او نن مو د پاکستان هغه ټولې هيلې له خاورو سره خاورې کړې دي چې د لوی وطن د تپل شوې کرښې پورته يې د ازاد افغانستان لپاره درلودلې.
ځوانيمرګه! موږ به له تېرو څو کلونو د بېلابېلو هېوادونو تر احسانونو لاندې يو، خو تر دغه بار لاندې مو دومره ځان نه دی څملولي چې د غلامي تر کچې دې ورسېږو.
ولې دې ټکي ته پام نه کوې چې له دښمن سره مې وروستۍ جګړه د هماغې کرښې په سر شوې ده چې کلونه وړاندې انګرېز زما و ستا پر سينه کش کړې، زه و ته يې سره بېل کړي يو.
نن لکه هماغه کرښه چې بيا کش شوې وي، لکه بيا چې افغان په منځ دوه ځایه شوی وي... دا ټول ستا د يو غږ پورته کېدو له امله دي...
وه زما کشريه وروره! نور بايد په دې پوه شې چې دښمن څه غواړي او ته بايد څه وکړې.
زه دا نه وايم چې ته له تپل شوي ډېورنډه ښکته د لوی وطن خبره وکړه، زه دا نه وايم چې ته د پنچاب په غېږ کې د پنچاب د بربادي ناره پورته کړه، زه ستا ټول مجبوريتونو حس کوم؛ خو د افغاني غيرت هغه ټول څرکونه له ځانه مه څنډه چې د افغانيت په بازار کې دې څوک يوه پولۍ هم وا نهخلي.
زه خو له تېرو څو لسيزو ستا د ژوند او هويت د بقا لپاره قرباني ورکوم، ستا لپاره په ډېرو ناخوالو چپ يم، خو که ته مې همداسې په ميدان کې پرېږدي، لومړی زيان به يې هم تا ته رسېږي.
تا چې نن د کوم دښمن په څنګ کې د خپل فکر خيمه وهلې، همدې دښمن له تېرو څو لسيزو زبېښلی يې. زما و ستا په شريکه وينه، ځمکه او اوبو يې د خپل راتلونکي هوسا ژوند ماڼۍ جوړې کړې دي.
لږ تر لږه کله چې زما و ستا د دغه ګډ دښمن تر منځ ناندرۍ شروع شوې؛ نو که بل هيڅ نه شې کولای، له پښو خو مې ورته مه نيسه، غلی ودرېږه، چپ پاتې شه.
ستا غږ ما نه کمزوری کوي، خو زما و ستا ګډ دښمن پرې پياوړی کېږي.
د ازاد وطن ګران افغانستان ټولو افغانانو ته وايم چې د وطن د محکومې برخې د ځينو تاليڅټو په ماشومانه کړنو خوا مه بدوئ، لا هم د دوی پوهېدو ته ډېر مزل پاتې دی. لا خو موږ ته ډېرې چارې پاتې دي چې له دښمن سره حساب کولو ته مو جوګه کړي.
لا هم د ګران افغانستان په محکومه برخه کې داسې ککرۍ شته چې د افغانيت شمله يې هسکه ده. د پنچابي جبر به په غلي پاتې کېدو مجبور کړی وي؛ خو لږ تر لږه په دغسې حالاتو کې په دې پوهېږي چې چپ پاتېکېدل يې د دغې شملې د درناوي ساتلو تر ټولو ښه سياسي لاره ده.
موږ به په پوره زغم خپله مبارزه وړاندې وړو. د دښمن له شيطاني کړنو به پرده پورته کوو او د يو موټي افغانستان د واحد ملت په توګه به د تور دښمن پلانونه شنډوو.
وخت به راځي چې د هر تن احساس به داسې وايي
افغانستان پوره کول غواړي خيبر نه لري
سرخط ورځپاڼه