ګومل کې ۱۵ وسله وال وژل شوي

ګومل کې ۱۵ وسله وال وژل شوي


  • 3 کاله دمخه (12/07/2021)
  • الهام څاروان
  • 1484

په پکتیکا کې مېشت د ملي امنیت ۹۰۴ قطعه وایې،چې ددې قطعې د قومندان جنرال شاهین په مشرۍ یادو ځواکونو تېرو دوو ورځو کې د پکتیکا په ګومل ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړل، چې په پایله کې یې ۱۵ طالبان ووژل شول او پنځه نور یې ټپیان شول. 

یاده قطعه زیاتوي چې په دې عملیاتو کې د طالبانو ۷ موټر سایکلونه هم ددې قطعې لاس ته ورغلي چې دری یې له ځان سره راوستي،یو شمېر وسلې او مهمات یې هم په لاس ورغلي. 

دا قطعه وایې چې د پکتیکا په بېلا بېلو سیمو کې یې عملیات روان دي او دښمن به وځپي