اوریدلي مې وو، که دیوه هیواد دپټ څارې ادارې مسوول چارواکي د هغه هیواد د لزوم دید له مخې له خپلې دندې ګوښه کیږي په کار ده حکومت هغه ته دژوند ټولې اسانتیاوې برابرې کړي. که کوم جرم یې نه وي کړی هغه ته باید ټول هغه امتیازات ورکړل شي.
په مقابل کې داستخباراتو دغه ګوښه شوی چارواکی باید پټه خوله وي، او ټول دولتي اسرار چې ده ته د دندې په وخت کې څرګند و، وساتي. له بهرنیانو سره لیدنې کتنې باید ونه لري، که چیرې د کوم ضروري کارمثلآ د تداوي لپاره کوم بهرني ملک ته ځي باید سفر یې دهیواد دپټ څارې ادارې تر څار لاندې وي او هلته یې ټولې لیدنې کتنې باید دخپل هیواد دحکومت په خوښه دپلان له مخې ترسره شي.
داستخباراتو چارواکی حق نه لري پخپل سر بل هیواد ته سفر وکړي یاهم د نورو هیوادونو په سیاسي نماینده ګیو کې دنورو هیوادونو له استازو سره پټې لیدنې ولري. داستخباراتو ګوښه شوی چارواکی یامشر حق نه لري له رسنیو سره دخپلې تیرې دندې او دهیواد دحکومت دسیاست په اړه مرکې ولري.
البته دغه موارد د استخباراتو دهغو چارواکو په اړه دي چې په ملي خیانت او له دندې څخه په ناوړه ګټه اخیستنه تورن نه وي او یوازې دحکومت د لزوم دید له مخې له دندې ګوښه شوي وي.
داستخباراتو ګوښه شوی چارواکی سیاسي فعالیتونه او لیدنې کتنې هم باید دحکومت تر جدې څار لاندې وي هسې نه چې د هیواد مهم دولتي رازونه نورو ته افشا نه کړي او بیا دهیواد دښمنان له هغو څخه زموږ دهیواد پرخلاف کار واخلي.
خو زموږ په هیواد کې داسې نه ده، دلته لکه هرڅه چې سرچپه وي، هغه څه سړی اوري او هغه څه کیږي چې په نورو هیوادونو کې یې فکر هم نه شي کیدای. زموږ دهیواد داستخباراتي ادارې مشر چې څنګه له دندې ګوښه شو نو خوله یې خلاصه کړه او سترګې یې پټې کړي څه چې یې زده و، څه چې یې لیدلي و او څه چې یې په خوله ورتلل ویې ویل.
ده له رسنیو سره پرله پسې مرکې وکړې او دافغانستان دحکومت د داخلي او بهرني سیاست او کړنو په اړه یې هر څه وویل.نوموړي له رسنیو سره په مرکو کې دخپلې استعفی یا ګوښه کیدو جزییات هم څرګند کړل.آن تردې چې ده له هیواده بهر هم سفرونه درلودل. او ویل کیږي چې دنورو هیوادونو له مهمو چارواکو سره یې لیدنې کتنې لرلې.
په دې اړه وروستی خبر داچې نوموړي ته په دې وروستیو کې دفرانسې د دولت عالي مډال هم دهغه هیواد په سفارت کې دفرانسې دسفیر له خوا ورکړل شو.چې واقعآ دحیرانتیا وړ ده. دغه خبر له افغانانو سره ډیرې پوښتنې راولاړې کړې دي.
ځکه نوموړی دافغانستان دملي امنیت د ادارې مشر و او کابو شپږکاله یې په دغه دنده کار کړی دی، ده ته دیوه بهرني هیواد هغه هم داسې هیواد چې په افغانستان کې ډیر ښکیل دی او په افغانستان کې له ځینو ډلو څخه دپټ ملاتړ تورونه تل پرې موجود و، له خوا د مډال ورکړه څه معنا لرلی شي.
دی د استخباراتي اداري ریس و، دی کوم لیکوال ، ژورنالست یا شاعر نه و، نوموړی کوم علمي یا فرهنګي شخصیت هم نه و، د سپورت دبرخې کوم آتل هم نه و نو ده ته د بل هیواد دمډال ورکول څه معنا لرلی شي.
تردې دمخه زموږ دهیواد ځینو شخصیتونو ته دنورو هیوادونو یا نړیوالو سازمانونو او علمي موسیسو له خوا ځینې لقبونه یا هم مډالونه ورکړل شوي دي. هغه یا ددوی دعلمي څیړنو، یا هم دبشري حقونو یا دښځو له حقونو څخه ددفاع یا هم دژورنالیزم یا سپورت په برخه کې. خو په استخباراتي برخه کې ممکن دا په ټوله نړۍ کې لومړی مثال وي.
دهیڅ هیواد داستخباراتو ریس به تر اوسه له بل هیواد څخه دولتي مډال نه وي تر لاسه کړی.البته که زموږ دهیواد یو شخصیت دنورو هیوادونو له ستایل کیږي سړی باید نه یوازې پرې خوشحاله شي باید پرې وویاړي چې زموږ دهیواد یو شخصیت دنورو هیوادونو له خوا ستایل کیږي.خو نه په استخباراتي برخه کې ځکه دا ډیرې پوښتنې له ځانه سره لرلی شي په کار ده زموږ دولتي ادارې په دې برخه کې څیړنې وکړي او دا په ډاګه شي چې زموږ استخباراتي کارکوونکو دنورو هیوادونو لپاره څه کړي دي چې دهغوی په مډالونو ویاړل کیږي.