(( اصلي شعر هماغه شعر دی چې د ولس په ژبه و اوسي. ځکه شعر څوک د ځان لپاره نه وايي، د ولس لپاره یې وايي او چې د ولس لپاره یې وایي، نو هر شعر چې د ولس په ژبه وي، ولس پرې پوهېدلی شي، دا خپل درد ولس ته رسولای شي او د ولس د هر غړي درد نورو ته رسولای شي زه وایم دا به ښه شعر وي.))
دا هغه شاعر دی چې په رښتنې معنی یې په ولسي ژبه په شعر کې د ولس ژوند انځور کړی او هېڅ ډول تکلف او تصنع یې په شعر کې نه لیدل کېږي. خو یو شی چې په کې لیدل کېږي هغه د ولسي شعر او معاصر شعر یو ځای کول او د دواړو یو ګډ انځور وړاندې کول دي.
دا ښاغلی شاعر عاشق الله فریاد دی، چې ډېری افغان ولس د هغه له نامه سره اشنا دی او هغه هم له دې امله چې ډېر شعرونه یې د هېواد ډېرو تکړه هنرمندانو لکه استاد اولمیر، منور، منګل او نغمې، بخت زمينې او ډېرو نورو هنرمندانو په خپلو خوږو غږونو زمزمه کړي دي.
پېژندنه:
(( عاشق الله فریاد د ښاغلي امان الله زوی په ۱۳۳۰ کال د لغمان د قرغیو ولسوالۍ په صواتیو کلي کې زېږېدلی دی، خپلې لومړنۍ زده کړې یې د چهارباغ په لومړني ښوونځي کې او منځنۍ زده کړې یې په کابل کې د استقلال په لېسه کې سرته رسولې دي.
په ۱۳۵۹ کال کې یې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې په لوړو زده کړو پیل وکړ او په ۱۳۶۳ کې ترېنه د لېسانس په درجه بریالی را ووت. د یادونې وړ ده چې نوموړی په ۱۳۴۹ کال کې د برېښنا په ریاست کې رسمي دنده پیل کړې او تر اوسه په نوموړي ارګان کې دنده ترسره کوي.
دا چې د برېښنا له مسلک سره یې مینه درلوده، په ۱۳۶۴ کال کې یې تخنیکم هم ولوست.
فریاد صاحب د لیکوالو د ټولنې، خوشال فرهنګي ټولنې، رشاد کره کتنې او د ختيزې سیمې د لیکوالو او ژورنالستانو د خپلواکې ټولنې غړی پاتې شوی دی.
فریاد تنکی زلمی و چې د شعر او شاعرۍ دنیا ته یې مخه کړه او خپل لومړنی شعر یې ولیکه:(( زه په اوم ټولګي کې وم، په ده خدایداد کې زموږ کور و، یو دوه کسه ما لیدل دوی به همېشه په پښو ښوونځي ته راتلل، کله نا کله به زه هم را روان وم، زه به تر زړو مکروریانو پورې راتلم، په دې لاره کې به مې درس لوسته، دوی به همداسې تلل، یوه ورځ مې ترېنه پوښتنه وکړه، ويې ویل چې ولاکه د کرایې پيسې هم ولري، زما لومړنی شعر همداسې دی، په دې لاره روان وم، هماغلته مې لیکلی او د لوبې په چوکاټ کې و، هغه مطلع یې ما ته زده ده، دا چې پر افغانستان ډېرې پېښې راغلې نو له یو ځای نه بل ځای ته ولېږدېدو، اوس رانه هغه شعرونه ورک دي، ما لیکلي وو:
سحر په پښو مکتب ته ځم دا څه روزګار دی
ژوندون مې خوار و زار دی توبه له داسې ژونده ))
تر اوسه د ښاغلي فریاد درې شعري ټولګې چاپ او خپرې شوې دي، لومړنۍ ټولګه يې (ډيوې) نومېږي، چې په ۱۳۶۵ کال کې په کابل کې چاپ شوې ده. دویمه شعري ټولګه یې (شومه دم) نومېږي چې په ۱۳۸۰ کال کې په پېښور کې د چاپ په ګاڼه پسولل شوې ده او درېيمه شعري ټولګه يې (سندريز مازدیګری) نومېږي چې تېر کال له چاپه راوتلې ده.
د ښاغلي فریاد دوه شعري او یوه د کیسو ټولګه د چاپ انتظار باسي. همداراز نوموړي یو شمېر ادبي لیکنې هم کړې دي، چې وخت په وخت په مطبوعاتو کې چاپ او خپرې شوې دي.))
کله چې د ښاغلي فریاد شاعري له نظره تېروو، دی راته په تول پوره یو داسې ولسي شاعر ښکاري چې د معاصر شعر خوږلني یې هم په خپل شعر کې رانغاړلې ده.
ډاکټر منقادالرحمن رودوال دی یو ولسي شاعر بولي خو ورسره د یوې استثنا یادونه هم کوي: (( زما له نظره فریاد صاحب زموږ د ولسي شاعرانو په کتار کې راځي، خو په ولسي شاعرانو کې دی مستثنی دی. دی استثنايي صنایع لري. دی له هغو ولسي شاعرانو نه دی چې مطلق په خپل فولکلور پورې محدود پاتې شوی دی، د ده په شعر کې له ولسي رنګ سره سره د هنري معاصر شعر رنګ هم بارز دی، زما له نظره دا د ده د شعر استثنا ده.))
رودوال وړاندې وايي که څه هم زموږ ولسي شاعران اکثریت نالوستي دي، خو له نېکه مرغه چې فریاد صاحب یو اکاډميک سړی دی، لوستی سړی دی او د ده لوستی والي د ده شعر ته یو ځانګړی رنګ ورکړی دی: (( که موږ غواړو چې په ولسي شاعرۍ کې معیاري هغه پیدا کړو، یا په ولسي شاعرۍ کې معیار پیدا او خلکو ته يې وښیو، چې هغه په ټولو معیارونو برابر وي نو هغه به د فریاد صاحب شاعري وي.))
د ښاغلي نورالحبیب نثار په باور د فریاد یوه ستره ځانګړتیا دا ده چې ولسي شعر او ولسي وزنونه یې له کتابي شعر او وزنونو سره یو ځای کړي دي: (( دا یو ښه کمال دی چې ده کړی دی.))
همدارنګه نثار د فریاد شاعري له عام مزاق سره برابره بولي او وايي چې طنز هم په کې: (( همدارنګه ټولنيزې ناخوالې پر هغو نقد او نيوکې، دا ټولې خبرې په کې شته چې دا له عام مزاق سره ډېرې برابرې دي او دې سړي دغه رمز درک کړی دی.))
په خپله فریاد صاحب د خپل شعر د دغې ځانګړنې په اړه وايي: (( زه په اصل کې له خپل محيطي او ولسي دودونو سره ډېره مینه لرم. زه تل غواړم هغه څه چې زموږ په چاپېریال کې، زموږ په دود، دستور او کولتور کې موجود دي، هغه په خپلو شعرونو کې راونغاړم.))
راځئ چې د ښاغلي فریاد همداسې یو شعر ولولو:
مينې ستي کړمه له ننګه مې ژړا ونه کړه
ژړا لا څه کړې یوه ګيله مې له اشنا ونه کړه
پښتنې اوښکې مې جرګه درته لېږلې مدام
تا د پښتو په دود زما د ژوند سلا ونه کړه
د لا اله پر ځای مې ذکر ستا د نوم په ژبه
خو تا په ټول عمر پوښتنه هېڅ زما ونه کړه
په څه ګنا دې له نظره غورځېدلی یمه
د سوو سوو اسوېلو دې هېڅ پروا ونه کړه
تل د هجران د ماښامونو په تورتم کې اوسم
ستا دوصال سحر مې ژوند ته هېڅ رڼا ونه کړه
د ځنکندن په وخت کې راشه چې مې ساه وخېږي
دومره خو وکړه په ټول ژوند کې دې وفا ونه کړه
په خمارو سترګو فریاد ته د غضب کاته کړه
په دې هم خوښ دی خیر که تا خوږه موسکا ونه کړه
د فریاد د شاعرۍ یو بل کمال رواني او په کې د ډېر موسقیت شتون دی. نثار یې شاعري روانه او خوږه بولي: (( د ښاغلي عاشق الله فریاد شعر ښه روان شعر دی، چست او چټکه موسيقي لري، ژبه یې ساده ده.))
کله چې د ولسي شاعرانو شعرونه لولو، له ورایه په کې د وزن او قافیې ماتولو ته ځير کېږو، خو فریاد یو داسې ولسي شاعر دی چې هېڅکله یې په شعرونو کې دغه نیمګړتیا نه تر سترګو کېږي.
رودوال هم همدا خبره کوي او وايي چې معمولاً زموږ په ولسي شاعرۍ کې وزن او قافیه ماته وي: (( ځکه ولسي شاعران اکثره په دې شیانو نه پوهېږي، هغه د ولسي او فولکوريکې لهجې مطابق شیان وايي، مګر دغه معیارونه په پام کې نه ساتي؛ خو ښاغلي فریاد بیا دا کمال هم کړی دی، احیاناً که په یوه اکاډمیکه حلقه کې د ده شعر د ولسي شعر په توګه معرفي کېږي، خو څوک نه هېښ کوي.))
ډاکټر رودوال وړاندې د ده په شعر کې د اوچتې موسيقۍ د شتون خبره کوي او وايي چې علت يې دا دی چې د ده شعر په معیار برابر دی: ((فریاد صاحب نه یوازې دا چې شاعر دی بلکې دی په پښتو موزیک پوهېږي، دی په پښتو موسيقۍ پوهېږي، په دې برخه کې اکثره زموږ هنر پال چې دي فریاد صاحب ته اړ دي چې د ده نظر واخلي، له ده سره رابطه ساتي، فکر کوم دا هم یو علت دی.))
رودوال د فریاد صاحب د استغنی خبره هم کوي او وايي کله يې هم نه دي ليدلي چې فریاد دې شله وي چې د ده شعر دې څوک و وايي، خو سندرغاړو یو ډول نه یو ډول مجبوریت احساس کړی دی، چې د ده شعر یې را اخستی: (( ځکه هغه اوزان، هغه ریتم چې د یوه شعر لپاره په کار وي او یو شاعر وکولای شي چې یو څوک رهنمايي کړي، دا استعداد په هر چا کې نه وي موجود، خو فریاد په دې کې برلاسی دی، چې هنرمند رهنمايي کړي، یوه لاره ورته وښایي، له دې امله خلک اړ شوي او فریاد ته ناست دي او بیا یې د ده شعر هم اخستی دی. زما له نظره دا هم د ده کمال دی.))
د رودوال په اند دا د فریاد هغه اړخ دی چې دی کېدای شي ورته د یوه ذوقي اړخ په توګه وګوري، خو موږ ورته د یوه ارزښت او غنا په سترګه ګورو.
دا چې ولې د فریاد شاعري له موسيقي ډکه ده، په خپله یې په اړه وايي: (( زه له موسيقي سره هم ډېر اشنا یم، د موسيقۍ په ځينو الو باندې مې ګوتې ګرځي، ما چې دا تصنيفونه ليکلي وو، اکثره مې د خپلو ولسي او محلي شاعرانو چې هغوی ډېر په تصنيفونو کې شاعري کړې، لکه مامنور، بهايي جان، عبدالحنان دايي او داسې نور. ما د هغوی د شعرونو پیروي ګانې لیکلي دي، کوم شعر مې چې خوښ شوی دا ښه طرز دی، په هغې مې ليکلی دی. نور اکثره شعرونه ما په خپله کمپوز کړي او طرزونه مې ورته جوړ کړي دي. ډېر زیات دي ټول نه شم ویلای خو د مثال په توګه درته ویلای شم. خو تاسو د بخت زمينې په غږ دا سندره اورېدلې ( ځان په ديدن موړ که...) دا زما خپل تصنیف دی، په بينجو کې مې کمپوز کړی دی، همدارنګه د منګل دا سندره ( چې لېونی ګرځمه غم د هجران دی) دا زما خپل تصنیف دی.))
د ښاغلي فریاد د شاعرۍ دوه پړاوه دي. یو هغه پړاو دی چې سياسي شعرونه یې په کې ويلي دي، خو داسې يې ويلي چې د نفاق او بدبينۍ څرک په کې نه لګېده، یوه عاطفه به په کې خامخا نغښتې وه او د وطن درد به په کې منعکس شوی و. رودوال دا د فریاد په شاعرۍ کې يوه استثنی او یو کمال په ګوته کوي: (( یوه استثنا چې د فریاد صاحب په شعر کې شته، د ده د فکر او اېډیال له پلوه، هغه دا ده چې په دې کې شک نشته چې فریاد په یوې جناح او يوه خوا کې فعال پاتې شوی و، دی د یوې لارې، یوې اېډیالوژۍ او فکر خاوند او ملګری و، مګر ده په هماغه تومنه کې شعر ویلی دی چې که هغه دې د یوې بلې ډلې، بل فکر او بلې خوا ملګری واخلي او هغه ته دې معیار نه وي، ده ته دې استازی نه وي، فکر کوم دا د ده یو بل کمال دی، ځکه د ده د شعر غنامندۍ ته دې مسالې زیان نه دی رسولای، متاسفانه زموږ اکثریت لیکوال چې په را وروستي بهیر کې په کوم اړخ پورې تړلي وو، دې مسالې زیانمن کړي دي، که یې کیسه ليکلې، شعر یې ویلی او یا یې نثر خلق کړی دی، که یې هر څه يې چې کړي دي، یوه ضربه یې خوړلې ده، حتی زموږ ډېر مشهور لیکوال خو له نېکه مرغه چې فریاد له دغه ازمونه بریالی راوتلی دی.))
دلته به د ښاغلي فریاد همداسې یو شعر ولولو چې تر یوه بریده همداسې رنګ او خوند لري:
ډيوه د زړه په بلېدو ده که لیدو ته راځې
زخمي په غشو د بڼو ده که لیدو ته راځې
چې اړو پېچې تورې زلفې په ګوګل ښووييږي
ځاله د تورو منګرو ده که لیدو ته راځې
د لرې لرې خلک راغلل ننداره یې کوي
سینګار مې ناوې د پښتو ده که لیدو ته راځې
چې راشه درشه د اغیارو په کې کېږي مدام
دا رنځ د میاشتو د کلو ده که لیدو ته راځې
په ساده خوی، ساده ویلو او ساده کتلو
ښایست د کلو او بانډو ده که لیدو ته راځې
لکه یو غر د هر غلیم او تالانګر مخې ته
لوړه شمله د پښتنو ده که لیدو ته راځې
دا رټل شوې، دردېدلې سوې سوې هيلې
دا خو فریاد اوس د وختو ده که لیدو ته راځې
د ښاغلي فریاد شاعري ګڼې نورې ښکلا وې هم لري. اوس په همدومره ویلو بسنه کوو.